۸صبح، کابل: پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو شاوخوا اته میاشتې تېرېږي؛ خو لا هم کوم هېواد په رسمیت نه دي پېژندلي.
اروپايي ټولنې د رسمیت پېژندلو لپاره د نویو شرطونو خبره کړې ده.
د اروپايي پارلمان غړې هانا نویمان چې کابل ته راغلې ویلي، تر هغه چې طالبانو د خلکو حقونه په رسمیت ونه پېژني، اروپايي ټولنه به هغوی په رسمیت ونه پېژني.
سره له دې چې د طالبانو سرپرست حکومت د نه مشروعیت له بحران سره مخ دی، له اووم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو له تړلو وروسته پر هغوی د نړیوالې ټولنې فشارونه زیات شوي دي.