۸صبح، کابل: د اروپایي ټولنې غړو هېوادونو، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته، په یوه ګډه اعلامیه کې، د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې، د ښځو او نجونو د وضعیت خرابېدو په اړه، خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.
د اروپايي ټولنې په ګډون د ۷۰ هېوادونو ګډه اعلامیه، د دوشنبې په ورځ (کب ۱۵) په جنیوا کې، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په غونډه کې، خپره شوه.
اروپايي ټولنې افغان ښځو ته د زده کړو د بشپړحق حاصلولو په برخه کې، پرلپسې پرمختګ، اساسي شرط ګڼلی دی.
اعلامیه په ډاګه کوي چې په افغانستان کې د ښځو تعلیمي محرومیت، هغوی له برابرو بشري حقونو او فرصتونو ته له لاسرسي څخه محروموي.
د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو په وینا، په نادولتي موسسو کې ښځې له کارکولو منع کول، ژوندي پاتېکېدلو لپاره بشري مرستو ته اړمنو میلیونونو افغانانو ژوند له ګواښ سره مخامخ کوي.
اروپايي ټولنه په دې باور ده، چې پر افغان مېرمنو لګول شوي محدودیتونه د تلپاتې سولې، اقتصادي پرمختګ او له بشري حقونو څخه د برخمن کېدو پر لور، د افغانستان وړتیا را ټیټوي.
دې ټولنې د داسې راتلونکي د برابرولو ژمنه څرګنده کړې، چې په هغه کې ټول افغانان له هر را توپیر پرته، ګډون ولري.
په افغانستان کې د نوي تعلیمي کال له پیل سره، ښوونځيو، پوهنتونونو او کارځایونو ته د افغان مېرمنو او نجونو د ستنېدو لپاره د نړیوالې ټولنې غوښتنې زیاتې شوې دي.