۸صبح، بدخشان: بدخشان کې سیمهییزې سرچینې وایي، چې په دغه ولایت کې د ماین چاودنې له امله یو طالب مړ او دوه نور طالبان ټپیان شوي دي.
سرچینو معلومات ورکړي، چې دغه چاودنه چهارشنبه د تلې پر ۲۷ د مازدیګر ۰۴:۱۰ بجې د بدخشان د ارګو ولسوالۍ په ریزکان کوتل کې شوې ده.
د سرچینو په وینا دغې چاودنې د طالبانو یو رنجر موټر په نښه کړی و.
سرچینې زیاتوي، چې دغه چاودنه د سړک غاړي د ځای پر ځای شوي ماین له امله وه.
په همدې حال کې بدخشان کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس معزالدین احمدي دغه چاودنه تایید کړې، خو وایي، چې چا ته زیان نه دی رسېدلی.
دا په داسې حال کې ده، چې درې اونۍ مخکې هم د بدخشان ولایت په مرکز فیضاباد ښار کې یوه چاودنه شوې وه او په پایله کې درې طالبان مړه او یو بل یې ټپي شو و.