۸صبح، کابل: د ملګروملتونو سازمان د امنیت شورا د دغې شورا په وروستۍ ناسته کې د طالب چارواکو د سفر پر معافیت هوکړې ته نه ده رسېدلې.
ABS خبري شبکې شنبه د زمري پر ۲۹ په یوه راپور کې ویلي، چې د ملګروملتونو سازمان د امنیت شورا غړي د دغې شورا په وروستۍ ناسته کې نه دي توانېدلي د ۱۳ طالب چارواکو د سفر پر معافیت هوکړې ته ورسېږي.
دغې شبکې د ملګروملتونو سازمان د امنیت شورا د دیپلوماتانو له قوله، چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي ویلي، چې د طالب چارواکو د سفر د معافیت یا نه معافیت رایې ورکولو لپاره روسیې او چین د دې شورا له غړو وخت غوښتی دی.
د دغه راپور له مخې امریکا او لوېدیځ هېوادونه ژمن دي، چې د ښځو حقونو او ټولشموله دولت پروړاندې د دې ډلې د بې پامۍ له امله د ۱۳ طالب چارواکو د سفر معافیت لغوه کړي.
له دې سره سره ABS راپور ورکړی، چې ټاکل شوې روسیه او چین په دې برخه کې خپل وړاندیزونه د شنبې ورځې تر مازدیګره د ملګروملتونو سازمان د امنیت شورا ته وسپاري.
د طالبانو لسګونه چارواکي له کلونو راهیسې د ملګروملتونو سازمان د بندیزونو په نوملړ کې دي. د سولې هڅو په پیل سره د طالبانو ۱۵ غړو اجازه ترلاسه کړه، چې له افغانستانه سفر وکړي. له دوی څخه، د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د سرپرست او د پوهنې وزارت د یوه مرستیال د سفر معافیت پای ته رسېدلی دی.