۸صبح، کابل: ټاکل شوې د ملګروملتونو سازمان د امنیت شورا په یوه ناسته کې د افغانستان وضعیت وارزوي.
د ملګروملتونو سازمان د امنیت شورا ناسته نن سه شنبه د لیندۍ پر نههویشتمه نېته د ماښام ۷:۳۰ بجې ترسره کېږي.
د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان او د سیمې او نړۍ امنیت د دې ناستې اصلي چورلیزونه بلل شوي دي.
ټاکلې ده چې د یوناما رییسه روزا اتانبایوا په دې ناسته کې د افغانستان په اړه معلومات وړاندې کړي.
اخوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري دوې ورځې مخکې په یوه ناسته کې د ټیټيپي د بریدونو له زیاتوالي په اندېښنې وویل، چې د ملګروملتونو سازمان د امنیت شورا ته یې د دې ډلې د پټنځایونو او مالي ملاتړو په اړه بشپړ راپور وړاندې کړی دی.
طالبانو تراوسه د دغې ناستې په اړه څه نه دي ویلي.
دغه ناسته په داسې حال کې کېږي، چې افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ راهیسې امنیتي وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي.