۸صبح، کابل: ملګرو ملتونو کې د افغانستان سرپرست استازی نصیراحمد فایق وايي، چې د سپټمبر د ۱۱ ترهګریز بریدونو قربانیان د تاوان مستحق دي؛ خو افغانان یې باید قربانی نه شي.
فایق دا څرګندونې دوشنبه د غويي پر ۵ د نیویارک په ایالت د سویلي حوزې په یوې محکمه کې وکړې. په دې محکمه کې د سپټمبر د ۱۱ پېښې ځينې قربانیان د افغانستان د ۳٫۵ میلیارډ ډالر پر شتمنۍ دعوا لري او وايي، چې باید هغوی ته د غرامت په توګه ورکړل شي.
دغې محکمه کې فایق وویل، چې دا پیسې د افغانانو ملکیت دی او هېڅ افغان د سپټمبر ۱۱ پېښې کې لاس نه لاره او د دغه هېواد خلکو ته هېڅ ډول اخلاقي او قانوني مسوولیت نه ورګرځي.
دا دفاعیه داسې مهال وړاندې کېږي، چې تمه ده د امریکا ستره محکمه د افغانستان د ۳٫۵ میلیارډ ډالرو په تړاو پرېکړه وکړي.
د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې جو بایډن یو فرمان صادر کړ، چې له مخې د افغانستان د ۷ میلیارډ ډالرو له ډلې نیمايي یې د سپټمبر ۱۱ پېښې قربانیانو ته د غرامت په توګه د محکمې پرېکړې ته پرېښودې.