د اسلام په سپیڅلي دین کې د دیانت ،تقوا، نظم ، عدالت او استحکام پراساس ولاړې کورني پر جوړښت ټینګار شوی، ځکه همدا کورنۍ ده چې د ټولنې او هېواد په کچه د پورتنیو بنسټونو د پیاوړتیا سبب کېږي چې د کورنۍ همدې نظم او پیاوړتیا ته ژوره پاملرنه د کورنۍ او ټولنې د خوښۍ او د سوکاله ژوند لامل کېږي .
کورنی نظم د کور، کلي ، ټولنې او هېواد د نظم او سمون سبب کېږي. په هغو کورنیو کې چې په واقعي توګه د اسلام په سپېڅلو احکامو عمل کېږي او د کورنۍ هرغړی خپل مقام او ځاي پېژني هلته اولاد په بشپړه توګه د مور او پلار د سلامشورو پربنسټ عمل کوي او په مقابل کې مور او پلار هم خپل اولاد ته ځانګړی ارزښت ورکوي او د هغوی د هرې شرعي او اصولي غوښتنې په عملي کولو کې ورسره بشپړه مرسته کوي.
دا هم باید په ډاګه کړو چې له خپلو اولادنو سره له بلوغه مخکې او وروسته پړاوونو کې د پلار او مور چارچلند باید توپیر ولري ځکه له بلوغه وروسته له خپلو اولادونو سره اغېزمن ارتباط او ښې اړیکې د کورنۍ د اډانۍ د لاپیاوړتیا لامل کېږي. که له خپلو اولادونو سره د مور او پلار اړیکې او ارتباط ښه ټینګ نه وي او زلمي زوی یا لور مو له تاسو سره په زغرده د زړه خواله ونه شي کړی، هغوي تاسو خپل ملاتړي نشي بللی نو یوازې په ښه ارتباط سره خپل زلمي زوی او پېغلې لور ته پاملرنه او د هغوي ملاتړي او غمخور شئ.
خپل اولادونه دې ته هڅوۍ چې خپل نظر او احساسات بیان کړي. د ځوانۍ په لومړيو وختونو کې د خپلو اولادونو اړتیاوې په ښه توګه درک کړئ او نصیحت او سپارښتنه ښو اړیکو او ارتباط ته اړتیا لري. په یاد ولرئ هغه څوک چې د خپلو اولادونو د تېروتنو په اصلاح کې له پوهې او زغمه کار وانه خلي د هغوی ترمنځ به خدای مکړه واټن او بالاخره د اړیکو د پرې کېدو لامل شي.
نو که غواړئ چې له خوښیو ډک ژوند ولرئ دغو لاندې څو ټکو ته د بېلګې په توګه جدي پاملرنه اړینه برېښي.
ـــ د کورنۍ د غړو ترمنځ په هره برخه کې منطقي سلا مشورې او د کور د کشرانو په وړاندې د مشرانو د مسوولیت احساس او د مشرانو په مقابل کې د کشرانو درناوی.
ـــ د کورنۍ د غړو پر یو بل باور او له دې اعتماده ناوړه ګټه نه پورته کېدل ځکه باور د بریالۍ کورنۍ ځانګړتیا ده.
ـــ غږملتیا، همفکري او ملګرتیا د هوسا او خوشحاله کورنۍ نښه ده نو دغو ټکو ته جدي پاملرنه د ورځنیو چارو او مسولیتونو د ښه سنبالښت لامل کېږي.
ـــ د کورنۍ د غړو ترمنځ وحدت او یووالی او د خبرواترو له لارې تفاهم او په خپل منځ کې د ستونزو او زړه بدوالي لیرې کول پرته له دې چې څوک پوه شي.
ـــ د یو بل په سلیقو او غوښتنو پوهېدل او هغوی ته پام کول او تر خپله وسه د هغوی عملي کول.
ـــ له یو بله په روا او اصولي غوښتنو کې شرم نه کول یعنې خپلې روا او طبیعي غوښتنې له تاوتریخوالي او ناوړه چار چلنده پرته بیانول.
ـــ د یو بل حق ته درناوی کول او له خپل ټاکلي حده سرغړونه نه کول.
ـــ د یو بل روحي او بدني سلامتیا ته جدي پام کول او د دغه راز کومې ستونزې په صورت کې د هغې په اواري کې تر وروستي حده هڅه او هاند کول.
ـــ تل د یو بل د خوږو خاطرو یادول او د ترخو پېښو او خاطرو له یادولو ډډه کول او تل د خوشحاله او له خوښیو ډک ژوند لپاره هڅه کول.
ـــ په خپلې کورنۍ سربېره خپلو ګاونډیانو ته هم ارزښت ورکول ځکه دغه چاره د متقابل اهمیت او درناوي لامل کېږي.
ـــ د کورنۍ ټول غړي له خپل اقتصادي حالته خبرول او په دې برخه کې هرڅه په ډاګه کول، همداراز بسپنه او پس انداز د سوکاله کورنۍ د اقتصادي پروګرامونو یوه برخه ده، خپلو ماشومانو ته هم د هغې سپارښتنه کول که څه هم دا چاره په ډېره کمه کچه وي ځکه په دې کار سره د راتلونکي لپاره د ماشومانو د مسوولیت احساس پیاوړی کېږي.
ـــ د یو بل د ودې لپاره هڅې کول او د کورنۍ د غړو د ودې او پرمختګ زمینه برابرول.
ـــ د یو بل په وړاندې د پیاوړتیا او ځواکمنتیا له ښودلو، په بله وینا د زور ویلو او قدرت غوښتنې څخه ډډه کول.
ـــ د کورنۍ د ټولو غړو لخوا د بریالیتوب او هیلې احساس کول او تل د ژوندانه په ټولو چارو کې د بري هیله کول ځکه راتلونکي ته هیله درلودل د بریالیتوب نښه ده .
ـــ د یو بل ترڅنګ له هر ډول ویرې او ډاره پرته د امنیت او آرامۍ احساس کول.
ـــ یو بل ته په ژبه او عمل کې د مینې، صمیمیت او اخلاص بیانول او له دروغو او پوچو ژمنو پرهېز کول.
ـــ له یو بله بې ځایه او له توانه لیرې تمې کولو څخه ډډه کول.
ـــ که د ننه په کورنۍ کې کومه ستونزه رامنځته شي پرته له دې چې د ګرم په لټه کې شئ د هغې د اواري په باب فکر کول او د نوموړې ستونزې د اساسي او منطقي حل سنجول.
ـــ د کورنۍ د هر وګړی د خوښۍ او رضایت د جلبولو په فکر کې کېدل.
ـــ ښځه او خاوند د ډېرو نږدې ملګرو په شان ژوند کول، نه د دوو سیالانو په توګه او تر خپله وسه د یو بل په وړاندې له منفي غبرګونه ډډه کوي.
لنډه دا چې له خپلو اولادونو سره داسې چلند وکړئ چې زړه مو غواړي په هغوی کې یې مثبتې پایلې ووینئ، هغوی ته له مینې، محبت، اخلاص او امنیته ډکه کورنۍ ورپه برخه کړئ دا تر ټولو ګرانبیه او ښکلې ډالۍ ده چې تاسو یې دوی ته ورکولای شئ. د هرافغان لپاره د سوکاله او له خوښیو او نیکمرغیو ډک ژوند په هیله.