په تېرو کلونو کې به د نوی کال له پېل سره سم بڼوالو د کندهار په ولسواليو کې د خپلو بڼونو د ښه حاصل ورکولو په موخه په خپلو ځمکو کې کارونه کول، خو سږکال د دغه ولایت په ډېری ولسوالیو کې د وسله والو او امنیتي ځواکونو تر منځ جګړې رواني دي او خلک په خپلو ځمکو او بڼونو کې کار نه شي کولی ترڅو کښتونه د نوي کال حاصلاتو لپاره چمتو کړي.
ددغو ولسوالیو زیات بې ځایه شوي بې وزله خلک دي چې د بزګرۍ په چارو بوخت وو او دې ته اړ شوي چې کندهار ښار او نورو امنو سیمو ته کډه وکړي ځکه د دوی بڼونه تر ډېره ویجاړ شوي دي.
خلک وايي چې د پسرلي موسم په رارسېدو سره اړتیا ده خپلو بڼونو ته ولاړ او د نوي کال د حاصلاتو لپاره یې چمتو کړي خو په وینا یې د پلچکونو د خرابوالي او په بڼونو کې د مینونو له وېري کار نشي پکې کولی، ځکه طالبانو په عمومي لارو او بڼونو کې مینونه ځاي پر ځای او ټولې لارې یې تړلې دي.
محمدالله او شاه ولي د کندهار ولایت د ارغنداب هغه بڼوال دی، چې د جګړو له امله يې خپلې سیمې پرې اېښې او اوس په کندهار ښار کې ژوند کوي. دوی وايي چې له یوې خوا یې بڼونه له وچېدو سره مخ دي او بل لوري ته په ښار کې وزګار په کرایي کورونو کې اوسېږي.
دوی وایي چې پر ځمکو د مینونو او جګړې له خطره خپلو بڼونو نشي ورتلای، له همدې امله یې اوس بڼونه د وچېدو له ګواښ سره مخ شوي دي.
محمدالله او شاولي وايي: «د کلونو خواري مو له منځه ځي ځکه بڼونو ته مو اوبه نه ورسېږي، دا زموږ د څلوېښت کلنو هڅو پایله ده چې سږ کال د له منځه تلو په حال کې ده، اوس له یوې خوا وچکالۍ او بل لوري ته جګړې هرڅه له ګواښ سره مخامخ کړي دي.»
د کندهار د کرنې او مالدارۍ رياست مسوولين هم وایي، چې روانو جګړو سږ کال د نورو برخو ترڅنګ کرنې ته هم زیان رسولی، چې له همدې امله به سږ کال د کندهار کرنیز حاصلات ۴۰ سلنه کم وي.
د کندهار د کرنې ریاست سرپرست محمد هارون شریفي وايي چې د کندهار بزګران او بڼوال سږ کال دوه ځله زیانمن شول، ځکه یو ځل د حاصل اخیستو پرمهال جګړه زیاته شوه او اوس یو ځل بیا د ناامنۍ له امله خپلو سیمو ته نه شي ورتلای.
د کندهار ارغنداب، ژړۍ، پنجوائي، مېوند، شاوليکوټ او ډنډ ولسوالۍ چې تر ډېره کرنيز حاصلات هم له دغو ولسوالیو ترلاسه کېږي، له څه باندې څلورو مياشتو راهیسې پکې جګړې روانې دي، او د دولت مخالفو وسله والو لارې تړلې دي.





