۸صبح، پکتیکا: پکتیکا کې سیمه ییزې سرچینې وايي، چې سېلابونو د دغه ولایت په دوو ولسوالیو کې خلکو درانه مالي زیانونه اړولي دي.
د سرچینو په وینا، سېلابونو جمعه شپه د وږي پر ۴ د پکتیکا ولایت په اومنه او چهاربران ولسوالیو کې سلګونه جرېبه کرنیزه ځمکه، عامه ودانۍ او ګڼ استوګنیز کورونه تخریب کړي دي.
سېلابونو په اومنه او چهاربران ولسوالیو کې ۱ لوی پل، ۸ پلچکونه او عمومي واټونه هم تخریب کړي دي، چې په پایله کې یې د دغو ولسوالیو لارې تړل شوې دي.
پکتیکا ولایت کې په تېره یوه اوونۍ کې سخت ورښتونه شوي او ورانونکي سېلابونه پکې راغلي دي.