افغان سوداګر وايي، له یوې میاشتې راهیسې په تورخم کې د طالبانو د کمیسارۍ له لوري تشې لارۍ درول شوي او پاکستان ته د تګ اجازه نه ورکوي چې له امله یې دوی هره ورځ نږدې ۷ سوه زره امریکايي ډالره زیان ویني.
دوی وايي، د ورځې د افغان سوداګرو دیرش لارۍ؛ خو باالمقابل د پاکستان نږدې ۳ سوه تشې لارۍ افغان لوري ته را اوړي، چې دوی یې توپیري چلند بولي.
د سوداګرو په خبره، د هرې تشې لارۍ په سر پر دوی له ۱۸۰ نیولې تر ۳۲۰ ډالرو پورې ډېمبرېج او ډیټېنشېن راځي، چې دوی یې اندېښمن کړي.
افغان سوداګر وايي، د ستونزو په تړاو یې په کراتو د ننګرهار لپاره د طالبانو ولایتي ادارې او د دې ډلې ټرانسپورټ وزارت ته شکایتونه رسولي؛ خو تر اوسه یې غم نه دی خوړل شوی.
دوی زیاتوي، د افغان سوداګرو دیرش تشې لارۍ او د پاکستان نږدې ۳ سوه لارۍ افغان خاورې ته را اوړي چې د دوی کارونه یې ټکني او له سره تاواني دي.
سوداګر حاجي بسم الله عرب په همدې تړاو وايي: « د لاریو په درول کېدو ډېر پرېشانه کړي یو او نه پوهېږو چې څه وکړو، مونږ دا ستونزه وار په وار ننګرهار کې د طالبانو والي او د ټرانسپورټ وزیر ته رسولې؛ خو هغوی یې د حل لپاره تر اوسه هېڅ اقدام نه دی کړی، هره ورځ پاکستان ته زمونږ ۳۰ لارۍ؛ خو برعکس د پاکستان ۳۰۰ لارې افغانستان ته راځي، چې زمونږ کاروبار یې خراب کړی او له سخت تاوان سره یې مخ کړي یو.»
د سوداګرو په وینا چې د ننګرهار لپاره د طالبانو له والي سره یې کتلي او د دوی د ستونزو د حل په تړاو یې د طالبانو کمیسار مولوي عصمتالله یعقوب ته لارښوونه کړې چې لاریو ته اجازه ورکړي او ستونزه یې ور حل کړي؛ خو تر دا مهاله دا ستونزه نه ده حل شوې.
سوداګر حاجي شکور زیاتوي، چې پر هرې لارۍ د کمپنۍ له لوري په شل فوټه کانټینر ۱۲۰ او ۴۰ فوټه کانټینر باندې له ۳۰۰ ډالرو پورته ورځنی لګښت حسابېږي.
نوموړي دغه راز وویل: « مونږ څو ځلې ننګرهار کې د طالبانو بېلابېلو ادارو سره ناستې وکړې او خپلې ستونزې مو ورسره شریکې کړې؛ خو تر دا مهاله دوی زمونږ ستونزو ته هېڅ ډول حل لاره پیدا نه کړه او هره ورځ تاواني کېږي.»
بل لور ته په ننګرهار کې د سوداګرۍ خونې غړي هم د افغان سوداګرو د تشو لاریو ستونزه مني او زیاتوي چې د حل په تړاو یې په کراتو له اړوندو ادارو سره ناستې کړي؛ خو ورته د حل ډاډ نه دی ورکړل شوی.
د یادې خونې د رهبرۍ شورا غړی زلمی عظیمي وايي، په تورخم کې د ولاړو لاریو له درکه د سوداګرۍ خصوصي سکټور ته هره ورځ په منځني ډول ۷ سوه زره امریکايي ډالر زیان اوړي.
دی زیاتوي، که دا ډول ستونزې حل نه شي او توپیري چلند روان وي؛ نو یو شمېر سوداګر به په کور ناستې ته اړ شي او ځېنې نور به یې د پانګې فرار ته اړ او د افغانستان پرځای به په نورو هېوادونو کې پانګونه وکړي.
زلمي عظیمي وویل: « مونږ غواړو، چې د دیرشو لاریو پرځای دې زمونږ لږ تر لږه ۳ سوه لاریو ته پاکستان خاورې ته د اوښتو اجازه ورکړي؛ ځکه چې د پاکستان هم د ۳ سوه په شااوخوا کې تشې لارۍ افغانستان ته را اوړي، که داسې تقسیم اوقات ونه شي؛ نو افغان سوداګر به نه جبرانېدونکی زیان وویني او څه سوداګر به په کور کېني او څه سوداګر له افغانستان څخه ووځي او نورو هېوادونو کې سرمایه ګذاري وکړي.»
افغان سوداګر د تشو لاریو اندېښنې داسې مهال شریکې کړي، چې تېره اوونۍ، د تلې میاشتې په ۱۲مه د افغان سوداګرو زرګونه لارۍ په دې موخه درولي، چې لس سلنه مالیه پرې وضع کړي او هم دې د افغان سوداګرو د مال د قېمت په اندازه بانکي تضمین ورکړي چې دغه پرېکړه د افغان سوداګرو له توندو غبرګونونو سره مخ شوې.
دا مهال په تورخم ښارګوټي کې له تېرې یوې میاشتې راهیسې د افغان سوداګرو شااوخوا ۴ زره کانټینرې او شااوخوا زره لارۍ پاکستان ته د اوښتو په موخه ولاړې دي، چې د طالبانو کمیساري ورته د تګ اجازه نه ورکوي.