د ولسمشر غني او د ایران د ولسمشر له خوا د خواف ـ هرات د اورګاډي پټلۍ له پرانیستلو د څه د پاسه څلورو میاشتو په تېرېدو، تراوسه له دې لارې یوازې دوه جوپې بارونه په آزمویښتي توګه لېږدول شوي او نورو باروړونکو او مسافر وړونکو اورګاډو تګ راتګ نه دی کړی. د هرات د اورګاډي ادارې چارواکي مني چې له دې لارې د ګاډي د تګ راتګ لپاره باید له ایران سره دوه اړخیزه هوکړه وروستۍ شي او وروسته بیا باروړونکي او مسافروړونکي اورګاډي تګ راتګ وکړي. دوی وايي چې د هرات د ریل لارې اداره د واګونونو لېږدوونکي ماشینونه په واک کې نه لري او ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې وپېرل شي. د هرات مدني فعالین ټینګار لري چې افغان حکومت د پروژو د پرانیستلو مراسمو لپاره خپلې ټولې هڅې کوي او د بنسټیزو پروژو له پرانیستلو وروسته یې د ګټې اخیستو لپاره ترې څارنه نه کوي. دوی له افغان حکومته غواړي د خواف ـ هرات د اورګاډي پټلۍ د تاپي او لاجورد لارې له برخلیک سره مخامخ نه کړي او د ګټې اخیستو لپاره یې عملي اقدام وکړي. د هرات د اقتصادي چارو کارپوهان او د ولایتي شورا غړي هم باور لري چې د خواف ـ هرات رېل لاره د ترانسپورت په برخه کې ډېرې آسانتیاوې برابرولی شي او افغان حکومت باید له دې لارې د عملي ګټې اخیستو لپاره لازمې اړتیاوې برابرې کړي.
کابو څلور میاشتې مخکې، د خواف ـ هرات رېل لاره د ولسمشر غني او حسن روحاني له خوا په رسمي توګه پرانیستل شوه. د افغانستان او ایران ولسمشرانو ددغې رېل لارې په پرانیستونکو مراسمو کې د اورګاډي د پټلۍ له لارې د توکو د لېږد رالېږد په برخه کې د آسانتیاوو د رامنځته کولو زېري ورکړل. په تېرو څلورو میاشتو کې د خواف ـ هرات د رېل لارې درېیمه برخه د روزنک په رېلي تمځای کې پرانیستل شو، له دې لارې یوازې دوه باروړونکي اورګاډي تللي دي او د پرانیستونکو مراسمو له ترسره کېدو راهیسې بیا له ایرانه افغانستان ته هېڅ اورګاډی نه دی راغلی.
د هرات مدني فعالین باور لري چې افغان حکومت د بنسټیزو پروژو د پرانیستلو لپاره هڅې کوي او د مراسمو له ترسره کېدو وروسته، له دغو پروژو د غوره استفادې لپاره دومره کار نه کوي. د هرات یو مدني فعال سید اشرف سادات، له ۸صبح سره په خبرو کې وايي چې له دې مخکې د تاپي ، لاجورد لارې او حلقه یي سړک د پروژو د پرانیستلو لپاره د حکومت له خوا پراخ تبلیغات وشول، خو له پرانیستونکو مراسمو وروسته، له دغو پروژو د ښې ګټې اخیستو لپاره لازمه پاملرنه ونه شوه. ښاغلي سادات زیاته کړه چې د خواف ـ هرات د رېل لارې په هکله ډېر شکونه شته او افغان حکومت یې په اړه خلکو ته کافي مالومات نه دي ورکړي او د هرات اوسېدونکي اندېښنه لري چې دا رېل لاره هم د حکومت په بې پامۍ سره، د تاپي او لاجورد لارو له برخلیک سره مخامخ نه شي او په سمه توګه ترې استفاده ونه شي.
په هرات کې د اقتصادي چارو کارپوهان باور لري چې له اورګاډي استفاده د افغانستان او ایران او د افغانستان، لوېدیځې او منځنۍ او سویلي آسیا د هېوادونو ترمنځ د توکو د لېږد رالېږد لپاره ډېرې آسانتیاوې برابرولی شي او افغانستان به د سیمې هېوادونو د نښلولو په اصلي لارې بدل کړي. د هرات د کانونو او صنایع خونې مرستیال سید خلیل قتالي له ۸صبح سره په خبرو کې وویل چې افغان حکومت د بنسټیزو پروژو د ګټې اخیستو لپاره لازمې هڅې کوي، خو د پروژو له پرانیستلو وروسته، بنسټونه او وزارتونه له پروژو د استفادې لپاره ځانګړي پروګرامونه نه لري. د هغه په وینا، د افغانستان د اورګاډي پټلۍ خپلواکه اداره باید له نورو حکومتي بنسټونو سره په همغږۍ د خواف ـ هرات د رېل لارې د عملي ګټې اخیستو لپاره لازم شرایط برابر کړي، خو د مسوولو بنسټونو ناغېړي ددې لامل شوې چې له دغې رېل لارې لازمه ګټه پورته نه شي.
د هرات د ولایتي شورا غړي هم باور لري چې افغان حکومت د جګړې او سولې په مسایلو کې راګیر دی او د حکومت د مشرتابه ډېره پاملرنه له طالبانو سره د سولې مذاکراتو پرمخ بېولو ته ده او په دغه راز شرایطو کې ځینې بنسټیزې پروژې بې برخلیکه پاتې دي.
د هرات د ولایتي شورا غړي غلام حبیب هاشمي ۸صبح ته ووېل چې د امنیت نشتوالی، د خواف هرات لارې د کارولو په وړاندې مهمه ننګونه ګڼل کېږي او خلک هیله من دي چې د جګړې په پای ته رسېدو او سولې په ټینګښت سره، افغان حکومت د واګونونو په پېرلو سره له دغې رېل لارې کار واخلي. د هرات د اورګاډي ادارې چارواکي مني چې د خواف ـ هرات د رېل لارې له پرانیستلو راهیسې له دوو باروړونکو اورګاډیو پرته چې په آزمویښتي ډول یې له ایرانه افغانستان ته او له افغانستانه ایران ته توکي ولېږدول، بل هېڅ اورګاډي له دې لارې تګ راتګ نه دی کړی.
د هرات د رېل لارې ادارې رییس بلال تیموري، له ۸صبح سره په خبرو کې وايي چې د خواف ـ هرات له رېل لارې د اورګاډي د تګ راتګ لپاره باید لومړی د افغانستان او ایران ترمنځ دوه اړخیزه هوکړه لاسلیک شي او د افغان حکومت له خوا ددغې موافقې د لاسلیک بهیر د وروستي کېدو په حال کې دی. د هغه په وینا د خواف ـ هرات د رېل لارې کارولو ته د افغان حکومت اصلي پاملرنه تر ډېره د بارونو لېږدول دي او د دوه اړخیز هوکړه لیک پر بنسټ، ګمرکي تعرفې، د توکو د لېږد تعرفه او نور تخنیکي مسایل به روښانه او له رېل لارې د عملي استفادې لپاره به زمینه برابره شي.
ښاغلی تيموري دا مني چې افغان حکومت د اورګاډي، واګونونو او د واګونونو د لېږد ماشین په شان رېل لارې د کارولو لپاره د اړتیا وړ بېخ بنسټونه په واک کې نه لري او د واګونونو د کرایه کولو او واګونونو د لېږد ماشین د پېرلو لپاره د حکومت هڅې روانې دي. د هرات د اورګاډي ادارې د مالوماتو له مخې، د خواف ـ هرات رېل لارې د څلورمې برخې د رغولو بهیر اویا تر اتیا سلنه پرمخ تللی او د مهال وېش پر بنسټ د قرارداد له مخې به د څلورمې قطعې لومړۍ برخه بشپړه شي.
له دې مخکې افغان چارواکو وېلي و چې د خواف ـ هرات د رېل لارې په ګټې اخیستو سره به افغانستان په یوه کال کې لس میلیون ډالر عاید ترلاسه کړي او ښايي له ګټې اخیستو وروسته په درېيو کلونو کې د سوداګریزو توکو د لېږد او مسافرو د تګ راتګ له پلوه تر ۵۰ میلیون ډالرو عواید ترلاسه کړي؛ خو په تېرو څلورو میاشتو کې هېڅ یوه اورګاډي له دې لارې تګ راتګ نه دی کړی.
له دې سره سره په تېرو میاشتو کې د خواف ـ هرات رېل لارې ته نږدې سیمو کې امنیتي پېښې شوې دي او د عامه محافظت د ملي تصدۍ پولیس چې د رېل لارې د امنیت د ساتلو مسوولیت لري، په څو پېښو کې د دولت د مخالفو وسله والو له بریدونو سره مخامخ شول؛ دغو پېښو د دې رېل لارې د امنیت د خوندیتوب په هکله اندېښنې زیاتې کړې دي.