۸صبح، کابل: د طالبانو د اورګاډي ادارې اعلان کړی، چې د هرات – خواف د وسپنۍ پټلۍ د بیارغونې لپاره د خبرو اترو لپاره د هغوی یو پلاوی ایران ته تللی دی.
د اورګاډي ادارې د اعلان له مخې، دغه پلاوی شنبه د غبرګولي پر ۲۱ تهران ته روان شوی دی.
ټاکل شوې چې د طالبانو پلاوی په خپل درې ورځني سفر کې د هېواد د اورګاډي پټلۍ ادارې د کارکوونکو لپاره د یوه روزنیز پروګرام د برابرولو او همداراز له دغې لارې د لېږد بیا پيل په اړه له ایراني لوري سره خبرې اترې وکړي.
پر دې سربېره، ټاکل شوې چې د طالبانو دغه پلاوی د هرات – خواف او تورغونډۍ د اورګاډي پټلۍ وضعیت هم وڅېړي.
د هرات – خواف د اورګاډي پټلۍ د رغولو کار چې تر نیمایي ډېر بشپړ شوی و، د وروستیو بدلونونو له امله ودرېد.





