د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې په پروان کې د البیروني پوهنتون د ښوونکو او محصلینو پر کاسټر موټر د مین چاودنې له کبله څلور تنه وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي. ویل شوي، چې د البیروني پوهنتون رییس هم ټپي شوې دی.
دغه پیښه د غبرګولي په اتمه هغه وخت وشوه، چې د البیروني پوهنتون ښوونکي او محصلین کور ته پر لاره وو.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین ویلي، چې دغه چاودنه د چاریکار د اوومې حوزې د رباط سیمه کې رامنځته شوې ده.
البیروني پوهنتون په کاپیسا کې دی او له دې مخکې هم د دغه پوهنتون پر ښوونکو او محصلینو ورته بریدونه شوي دي.