• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۳ لړم ۱۴۰۵ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د کورونا ویروس خپرېدل؛ د هـرې ورځـې په تېـرېدو د اخته وګړو شمېر زیاتېږي

راپور: حسیب بهش، ژباړه: م. ظ. صمیم

 راپور: حسیب بهش، ژباړه: م. ظ. صمیم راپور: حسیب بهش، ژباړه: م. ظ. صمیم
۱۶ غبرګولی/جوزا ۱۴۰۰ - ۶ جون ۲۰۲۱ [t_time:1622988345]

د تاوتریخوالي او د سولې په اړه د هڅو په لړ کې، د کورونا ویروس خپرېدو خلک اندېښمن کړي دي. د عامې روغتیا وزارت شمېرې ښيي چې په هېواد کې د کورونا ویروس درېيمه څپه په پراخېدو ده. د هغو شمېرو له مخې چې تېره اونۍ ثبت شوې، د ورځې په منځني ډول د کووېډ نولس ۶۶۰ تازه ناروغان ثبتېږي. په هېواد کې د کورونا ویروس له امله د مړو شمېر د ورځې ۱۵ تنه دی. د عامې روغتیا وزارت یوازې تاییدوي چې یوه طرحه یې برابره کړې او له مخې یې پرېکړه کوي خو په اړه یې جزییات نه ورکوي. ددغه وزارت د مسوولینو په وینا، په هېواد کې د کورونا درېیمه څپه تر دوو راتلونکو اونیو پورې لاپراخېږي او ددې بهیر د دوام احتمال هم شته. په دې توګه روغتیا وزارت تاییدوي چې کورونا د هېوادوالو لپاره د خطر زنګ دی. په اوسني وخت کې په کابل، ننګرهار او کندهار کې د کووېډ نولس ناروغانو شمېر زیات دی. له بلې خوا، که څه هم ټاکل شوې چین په راتلونکو ورځو کې افغانستان ته د کورونا واکسین ورکړي، خو د مالوماتو له مخې، تر راتلونکو دوو میاشتو به شپاړس میلیون دوزه کواکس واکسین افغانستان ته را ونه رسېږي.
د تاوتریخوالي له زیاتوالي سره هم مهاله په هېواد کې د کورونا ویروس هم پراخ شوی دی. د عامې روغتیا وزارت د شمېرو پر بنسټ، په اوسني وخت کې په هېواد کې د کورونا له لس زرو زیات ناروغان شته. په یوه اونۍ کې په هېواد کې څلور زره او ۶۲۱ کووېډ نولس ناروغان ثبت شوي او ۱۰۷ ناروغان مړه شوي دي. دا یوازې رسمي شمېرې دي چې روغتیا وزارت خپرې کړې دي. په دې توګه په اوسني وخت کې په هېواد کې د ورځې ۶۶۰ تنه په دغه ویروس اخته کېږي. ددغه ویروس له امله د مړو شمېر هم د ورځې ۱۵ تنو ته رسېږي. سربېره پر دې، په هېواد کې په کورونا ویروس د اخته کېدو شمېر هم ۲۵ سلنې ته رسېدلی دی. په دې توګه له هرو څلورو تنو چې په هېواد کې یې د کورونا معاینه کېږي، یو یې په کورونا اخته وي.
د هېواد په کچه په کابل کې ددغو ناروغانو شمېر زیات دی، په اوسني وخت کې په پلازمیني کې څه د پاسه درې زره او ۵۰۰ تنه په کورونا ویروس اخته دي. له دې امله د مړو شمېر هم په کابل کې ۹۶۴ تنو ته رسېدلی دی. په کابل کې د دغو ناروغانو او له امله یې د مړو شمېر زیات دی. دا په داسې حال کې دي چې اوس هم په مراسمو په تېره بیا ودونو کې روغتیايي سپارښتنو ته هېڅ پام نه کېږي. کابل ښاروالۍ د غبرګولي په شپږمه نېټه اعلان وکړ چې د ودونو د هوټلونو خاوندان یوازې تر یوې اونۍ پورې د فعالیت اجازه لري چې د روانې اونۍ له پیله به دغه هوټلونه تړلي وي. همداراز، په کندهار او ننګرهار ولایتونو کې هم ددغو ناروغان شمېر له دې امله زیات دی چې دا ولایتونه له پاکستانه سره په پوله پراته دي.
که څه هم ارګ يو ځل بیا د کورونا موضوع د خپلو ناستو په اجنډا کې راوستې ده، خو تراوسه په دې اړه غوڅه پرېکړه نه ده شوې. د عامې روغتیا وزارت مسوولین هم په دې هکله چې د اوسني وضعیت او سختو ورځو لپاره څه پروګرام لري مالومات نه ورکوي. له بلې خوا، د عامې روغتیا وزارت ویاند دستګیر نظري تاییدوي چې د غبرګولي په اوومه نېټه د کورونا بېلګې زیاتې وې چې دا د خطر زنګ و. د روغتیا وزارت د ویاند مرستیال میرویس علي زی هم وايي چې د محدودیتونو لګول او قرنطین د دغه وزارت د طرحې یوه برخه ده، خو په دې اړه پرېکړه نه ده شوې. هغه زیاته کړه چې مسوولین وضعیت ته په پام سره ارګ ته وړاندیزونه او وروسته اقدام کوي. علي زي وویل چې د حکومت مشرتابه، د روغتیا وزارت مسوولین او نور اړوند بنسټونه د کورونا د درېيمې څپې په وړاندې د مبارزې لپاره سلامشورې کوي. د عامې روغتیا وزارت د ویاند د مرستیال په وینا، د کورونا ویروس پراخ شوی او تر راتلونکو دوو اونیو به د دغه ویروس درېیمه څپه لاپراخه شي. خو هغه جوته کړه چې اټکل کېږي په دغه ویروس د اخته وګړو شمېر زیات شي. سربېره پر دې، د عامې روغتیا وزارت مسوولین وايي چې په راتلونکو ورځو کې به د چین له خوا ژمنه شوي واکسین ترلاسه کړي، خو د کواکس شپاړس میلیون دوزه واکسینو رارسېدل وخت ته اړتیا لري او نړیوالې ټولنې یې د روان میلادي کال په اګست میاشت کې د ورکولو ژمنه کړې ده.
د ویلو ده چې په اوسني وخت کې د کورونا ویروس پر ساده ډول سربېره، د دغه ویروس پرمخ تللی ډول هم په خپرېدو دی. ددې ترڅنګ ښايي د کورونا ویروس هندي ډول هم افغانستان ته راغلی وي. له بله پلوه، د عامې روغتیا وزارت مسوولینو له دې مخکې ویلي و چې لږترلږه په اوسني وخت کې ددغه ویروس د تشخیص وس نه لري؛ ځکه دغه وزارت تراوسه ددې ویروس د تشخیص کیټونه نه دي ترلاسه کړي. باید ووایو چې د رسمي شمېرو له مخې، تراوسه په هېواد کې څه د پاسه اویا زره تنه په کورونا ویروس اخته شوي چې له دې ډلې کابو درې زره تنه مړه شوي او ۵۷ زره روغ شوي دي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

د فرانسې په لاریونونو کې شاوخوا ۸۰۰ زرو کسانو ګډون کړی
بهرني خبرونه

د فرانسې په لاریونونو کې شاوخوا ۸۰۰ زرو کسانو ګډون کړی

۲ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792867514]
اسراييلي پوځ څه باندې زر فلسطینیان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړي
بهرني خبرونه

اسراييلي پوځ څه باندې زر فلسطینیان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړي

۲ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792863342]
په جرمني کې مېشتو افغانانو او مدني فعالانو د کډوالو د جبري ایستلو پر ضد لاریون وکړ
خبرونه

په جرمني کې مېشتو افغانانو او مدني فعالانو د کډوالو د جبري ایستلو پر ضد لاریون وکړ

۲ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792860608]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د طالبانو ایډیولوژیکه تصفیه؛ د مخکیني حکومت څارنوالان څنګه له دندو ګوښه کېږي؟

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بادغیس کې نښته؛ سرچینې د دوو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • داعش خراسان؛ په تېرو ۹ کلونو کې د رهبرۍ جوړښت او لړۍ

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سمرقند ته تللی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.