جنوبي کوریا راپور ورکړی، چې شمالي کوریا نن دوشنبه د جنورۍ پر ۱۷ دوه لنډ واټن ویشتونکي توغندي د دغه هېواد له پلازمېنې پیونګ یانګ له هوايي ډګره توغولي دي.
دا روانه میاشت کې شمالي کوریا د توغندیزو زرادخانو د پراختیا په موخه د بالستیک توغندیو د توغولو څلورم آزمایښت دی، چې د امریکا له لوري د مذاکراتو تر بندېدو وروسته د دغه هېواد پوځي مانور او د تحریمونو ځواب په ډاګه کوي.
دغه راز جاپان هم د یادو توغندیو د توغولو راپور ورکړی دی.
د جاپان کابینې لوړپوړی غړی هیروکازو ماتسونو د شمالي کوریا له لوري د یادو توغندیو بریدونه د سولې او امنیت پر وړاندې ګواښ بللی او یاده کړنه یې غندلې ده.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ژائو لیجیان نن یوې خبري ناسته کې له ښکېلو غاړو غوښتي، چې سیمه کې دې سوله او ثبات په پام کې ولري.
شمالي کوریا د بالستیک توغندیو درې نور آزماېښتونه له ۱۴ ورځو په کمه موده کې توغولي دي.
د جنوبي کوریا لوی درستیز په یوې ویناپاڼه کې ویلي، داسې ښکاري توغندي د پیونګ یانګ له هوايي ډګر سونان څخه پر ختیځه خوا توغول شوي وي.
د یادولو ده، چې شمالي کوریا په ۲۰۱۷ کال کې له دغه هوايي ډګره د منځ واټن ویشتونکي بالستیک توغندي د کېم جونګ اون په حضور وتوغول.
آرام سمندر کې د امریکا د پوځ قوماندانۍ ویلي، چې دا توغندي امریکا او متحدینو ته ګواښ نه رامنځته کوي.