ازادي ډېرې ماناوې لري، تر ټولو ساده مانایې له بند او زندانه د یو کس ازادي ده. بله مانا يې د پرديو له نیواکه د يوې خاورې خلاصون دی او يوه مشهوره مانا يې د حاکمانو له استبداد او ظلمه د هېواد ژغورل دي. تر دې ټولو مهمه او ژوره مانا یې د ازادۍ مقام ته د انسان رسېدل دي، چې غوره عادت او ځانګړنه ده او له هغو تعلقاتو د خلاصون له لارې د انسان د مانیزې لوړتیا ښودنه کوي، چې انسان مریتوب، ظلم منلو، او د زورواکانو پروړاندې د سرټيټولو ته هڅوي.
له زرګونو کلونو راهیسې، ازادي د انسان په ژوند کې د یو لوړ ارزښت په توګه پیژندل شوې او د فیلسوفانو، پوهانو،عارفانو، لیکوالانو او د بشري ټولنې د نورو پوهانو لخوا ستایل شوې ده. په تېرو وختونو کې، د ازادۍ مانیزو اړخونو، چې له غریزي وابستګیو، اخلاقي نیمګړتیاوو، او ناسم چلنده د خلاصون په مانا وو، ډیر مهم وو. په پخوانیو تصوراتو کې د نړۍ بدلول لږ ممکن برېښېدل، له همدې امله د ښو اخلاقو د زده کړې او په غرایزو باندې د برلاسۍ او د باطني ازادۍ هغه حد ته د رسېدو له لارې چې انسان د نورو پر وړاندې له سرټيټولو او د زر او زور خاوندانو ته له لاس په نامه درېدو بې نیازه کوي، د ځان پر بدلولو ټینګار شوی دی. د ازادۍ دغه مفهوم اوس هم خپل ارزښت لري او په ګټه او فضیلت یې کې هیڅ شک نشته.
د رېنسانس له پېر راهیسې، د ازادۍ مانا بدله شوې او نور اړخونه یې موندلي دي، په ځانګړې توګه په هغه څه کې چې د لیبرالیزم سیاسي فلسفه جوړوي. له دې اړخه ازادي د انسان له توان سره مساوي ده چې د نورو محدودوونکو ځواکونو له مداخلې پرته له خپلو وړتیاوو کار واخلي. یوه له دغو وړتیاوو عقل او حکمت دی، چې باید له د نورو له پېروۍ خلاص شي او انسان پر خپلې پوهې او خپلواک فکر په اتکا سره فکر او عمل وکړای شي او دغه راز له کوم کمښت پرته له خپلو قانوني حقونو او ګټو خوند واخلي. په دې توګه د کار او تولید په ډګر کې باید خپل فعالیتونه په تر ټولو ډېرو فرصتونو او تر ټولو لږو محدودیتونو سره پرمخ یوسي.
په هغه وخت کې چې ډیری ختیځ هیوادونه د ښکېلاګرو ځواکونو تر واکمنۍ لاندې وو، له بهرنۍ ولکۍ ازادۍ ځانګړی شهرت ترلاسه کړ او د آزادۍ غوښتنې ادبیات که د شعرونو او کیسو په بڼه وو او که پر سیاسي فلسفې د راټولو بحثونو په بڼه، په دغو هېوادونو کې خورا د پاموړ وګرځېدل او آزادي یې د هیوادونو د سیاسي خپلواکۍ مترادفه وګرځوله، خو د ښکېلاک له دورې وروسته ډېری دغه هېوادونه پر کورني استبداد اخته شول او د کورنیو واکمنانو استبداد کله کله لا ډېر او ورانوونکي زيانونه واړول. ازادي له داخلي استبداده د خلاصون په مانا، له دې امله له ډېرو ستونزو سره مخ وه چې د ښکېلاک دورې اپوټه د پرګڼو راټولول اسانه کار نه و او له کورنیو زورواکانو سره مقابلې یوه لوړ شعور او پیاوړي هوډ ته اړتیا لرله.
د ملتونو په تاریخ کې دغو لوړو او ژورو او هغو سختو ورځو چې د ښکېلاک او استبداد تر سیوري لاندې یې تېرې کړې دي، آزادي په یوه نادر خو ګرانیه جوهر او د ډېرو لپاره پر یوې خوږې خو نه پوره کېدونکې هیلې بدله کړې ده. له همدې امله، د دریمې نړۍ د هیوادونو ډیری مخکښان د کډوالۍ لاره غوره کوي یا په داسې هیوادونو کې د پناه غوښتنه کوي چې آزادي پکې بنسټیزه شوې وي او د یو ډول تقدس په سترګه ورته کتل کیږي. خو افغانستان دې ته اړتیا لري چې د ازادۍ پر ټولو اړخو له سره وپوهېږي او خلک یې هغې ته د رسېدو لپاره نوې مبارزه پیل کړي. هغه وخت له اسارته خلاصون شونې دی چې ازادي د یوې ټولنې د ارزښتونو مور وګرځي، داسې چې د هغې لپاره هره بیه پرې کړي او د هر هغه چا پر وړاندې ودرېږي چې په اسارت کې یې راولي او هېڅ ډول ذلت ته غاړه کېنږدي.