په تېره یوه اوونۍ کې نړۍ د ایران او اسرائیلو د حکومتونو تر منځ د مستقیم تقابل شاهده وه او دې پېښې د اندېښنې کچه ډېره لوړه کړه، ځکه چې کېدای شي په سیمه کې د یوې لویې جګړې لامل شي چې ډېر هېوادونه به اغېزمن کړي او د وګړو پر ژوند به یې مستقیم اغېز ولري. که د دا ډول پېښو مخه ونه نیول شي، نو له سیمې هاخوا هېوادونو ته به پراخې شي او په دغو پېښو کې به لوی قدرتونه ښکېل کړي چې دا به په نړیواله کچه د معادلاتو د ګډوډېډو لامل شي. په داسې حالت کې به نړیوال جوړښتونه بدل شي او په ایتلافونو کې به بدلون راشي او په نړۍ کې به د سیاسي او نظامي ځواک جغرافیه له سره ترسیم شي، ان که ظاهراً د هېوادونو اوسنۍ پولې همداسې پاتې هم شي.
زغم ته رابلل او د ترینګلتیا د کچې د لوړولو پر مخنیوي ټینګار چې د نړۍ د بېلابېلو هیوادونو لخوا شوی، دا هرڅه د ريښتینو اندېښنو پر بنسټ وو او که د منځني ختیځ په څېر له کړکچه د ډکې سیمې په کچه وي او که له هغې اخوا ويٍ، د وضعیت حساسوالی په هر ځای کې یو شان نه دی او په هغو هېوادونو کې ډیر دی چې دننه له ډیرو ستونزو سره مخ دي. افغانستان یو له همدغو هېوادونو دی او البته تر ټولو زیانمنونکی دی او هر ډول جدي سیمه ییزه ترینګلیتا یې پر شرایطو په مستقیمه توګه اغېز کولای شي.
هغه څه چې افغانستان د نورو پرتله د سیمه ییزو او نړیوالو کړکیچونو او بدلونونو پر وړاندې ډیر زیان منونکي کوي، څو عوامله دي. لومړی عامل د خلکو د ارادې پر بنسټ د حکومت نشتوالی دی. کله چې یوه وسله واله ډله پر یوه هیواد واکمنه وي او د ټولو ګوندونو، ډلو، بنسټونو او سیاسي او ټولنیزو بهیرونو په ځپلو سره د خپلې ولکې د دوام په فکر کې وي، کورنی اعتبار او مشروعیت نه لري او ولس یې په هیڅ صورت ملاتړ نه کوي. همدا چاره د دې لامل کیږي چې دا ډول رژیم د نورو هیوادونو په سترګو کې اعتبار ونه لري او د یوه ناقانونه نظام په توګه پېژندل کیږي ان که له ناچارۍ ورسره تعامل هم وکړي. هغه نظامونه چې ولسي ملاتړ او نړیوال مشروعیت نه لري، تر ټولو حساس نظامونه دي او د نړۍ له ختیځ او لوېدیځه له هر لګېدلي باد سره د پېښو په بړبوکیو کې را اېسارېږي او خپل هېواد له خپلو خلکو سره یو ځای ډوبوي.
که څه هم د ایران توغندیز بریدونه مستقیما پر اسرائیلو وشول، خو په عین حال کې یې د سیمې هېوادونو ته وښودله چې د دغه حکومت پوځي او تسلیحاتي وړتیا څومره ده او که کومه ورځ خبره جدي پوځي مقابلې ته ورسېږي، څومره مخته تللای شي. افغانستان له دوو اټومي قدرتونو چین او پاکستان سره ګډه پوله لرله او لږ هاخوا ته یې د هند اټومي ځواک او لږ ور هاخوا ته یې د روسیې اټومي ځواک و. اوس پر یوه بله پوله د ایران له ځواکمن توغندويي سیسټم سره مخ دی، چې که یوه ورځ یې خبره ورسره تقابل ته ورسېږي، نو پر وړاندې به یې نور خنډونه جوړ کړي. له داسې حالت سره د افغانستان په څېر د یوه هېواد مخ کېدل چې وضعیت یې د بهرنیو مرستو په بندېدو سره ګډوډېږي، ننګونې څو برابره کوي.
د طالبانو ډله په ظاهره له خپلو ګاونډیانو سره د ښو اړیکو د ساتلو هڅه کوي، خو په باطن کې له ترینګلتیاوو پر ډکه لاره مزل کوي، چې هم د دغه هېواد د خلکو او هم د سیمې د هېوادونو لپاره د اندېښنې وړ دی. د دغه رژیم کړنلاره د خلکو او د هغوی د ارادې په انکار سره پیلېږي او د بېلابېلو ډلو په ځپلو سره دوام مومي او د بشری حقوقو، مدنی ازادیو او د نجونو د زده کړو په برخو کې له نړیوالو کنوانسیونونو په انکار او په نړیوالو اړیکو کې د منل شویو نورمونو په له پامه غورځولو سره اوج ته رسېږي او له همدې امله یو مشروع حکومت نشي بلل کېدای او نړۍ ورته د دودیز رژیم په سترګه نه شي کتلای.
کله چې په پر یوه داسې هېواد چې له څو اړخیزو ناورینونو سره مخ وي، په دغو ځانګړتیاوو سره یو رژیم واکمن وي، د نا امنیو پر سرچینې د هغه بدلیدل په بشپړه توګه مناسبه او د درک وړ اندیښنه ده او د سیمې هیوادونه مجبور دي چې د بېلابېلو سناریوګانو په اړه فکر وکړي او بېلابېل احتمالات په پام کې ونیسي او وګوري چې له کومې لارې د نا امنۍ د دغې سرچینې پر وړاندې خپلې ګټې ساتلای او د هغې خطرونه شنډولای شي. نړۍ په زغم سره ګوري چې په افغانستان کې څه روان دي او دې ته په تمه ده چې په دې هېواد کې به د خلکو د منلو وړ نظام رامنځته شي او د ټولو ځواکونو د ګډون لپاره به زمینه برابره شي او که دا چې روان حالت به د نورو افراطي ډلو او د ترهګرو سازمانونو راڅرګنېدو ته لاره هواره کړي.
همدا اوس په ټول افغانستان کې د خلکو د کلتور، زده کړو او ټولنیز ژوند په اډانه کې افراطي ایډیالوژۍ ترویج او تزریق کیږي او د بل هر فکر او او فکري بهیر په ځانګړې توګه د لیبرالو او ازادۍ غوښتونکو افکارو پر وړاندې فضا ډېره تنګه شوې او د ساه اخیستنې امکان ترې اخیستل شوی دی. د داسې بدیلو افکارو او ټولنیزو او کلتوري طرحو نشتوالی چې وکړای شي شته تشه ډکه کړي په اتوماتيک ډول د افراطي ډلو د افکارو د خپرولو لپاره لاره پرانیزي. دا په داسې حال کې ده، چې داعش، حزب التحریر او نورو سخت دریځو ډلو ته د جلب او جذب زمینه برابرېږی او همدا بهیر دی چې افغانستان د نا امنۍ پر سرچینې بدلوي.
د نا امنۍ سرچینه په داسې شرایطو کې چې سیمه ییز کړکېچونه زیاتېږي او د سیمه ییزو قدرتونو ترمنځ د پراخو شخړو زمینه برابرېږي، په چټکیتا سره فعاله کېدلای او د وضعیت پیچلتیا زیاتولای شي. له شک پرته په داسې شرایطو کې هر لوری غواړي چې د نا امنۍ له دغې سرچینې په خپله ګټه کار واخلي، داسې چې ایراني چارواکو له اسرایلو سره د ترینګلتیا پر مهال له طالب چارواکو سره کتلي او د دغې ډلې د کړنو ستاینه یې کړې، څو یې په دغه حالت کې د ځان ترڅنګ ودروي او یا لږ تر لږه پرېنږدي چې دوی ته زیان ورسوي. پاکستان هم له طالبانو سره پیچلې اړیکې لري او په داسې حال کې چې په نړیوالو دریځونو کې له دغې ډلې ملاتړ کوي، په بل اړخ کې د سیمه ییزو وسله والو ډلو د ملاتړ په برخه کې د دغې ډلې نامتعارف چلند ته اندېښمن دی او هڅه کوي چې د ناامنۍ دغه سرچینه ورته لویې ننګونې رامنځته نه کړي.
د افغانستان اوسنی وضعیت نه د دغه هېواد د خلکو په ګټه دی، نه د سیمې د هېوادونو په ګټه دی او نه په اوږد مهالو کې د نړیوال امنیت او ټيکاو په ګټه. د دې لپاره چې دا اندېښنې پای ته ورسېږي او د افغانستان حالات عادي شي، په دغه هېواد کې باید د خلکو د ارادې پر بنسټ نظام واکمن وي. داسې یو نظام دی چې وکړای شي پر خپلو نړۍوالو ژمنو عمل وکړي او د منل شوي نړیوال نورمونو په اډانه کې له نورو سره تعامل وکړي. یو داسې افغانستان چې متکثر وي، له افراطیته لېرې وي، د قانون حاکمیت ولري او د متعارف نظام لرونکی وي، د ټولو په ګټه دی کنه نو د نا امنۍ سرچینه به وي چې د سیمه ییزو کړکیچونو له تغذیې او د ترینګلتیاوو له زیاتېدو سره به مرسته وکړي.