د افغانستان په اوسني تاريخ کې د غويي اوومه او اتمه دوې هغه ورځې دي چې ځانګړی شهرت لري، چې يوه يې د خلق ديموکراتيک ګوند د کودتا د بري ورځ او بله يې د هغه د مخالفو ګوندونو د بري ورځ ده. دواړو بهیرونو ادعا لرله چې افغانستان له ناخوالو او بربادۍ ژغوري او روښانه راتلونکی ورته جوړوي. دواړو هڅه کوله چې خپل ارمان ښار جوړ کړي، یوه په مذهبي سبک او بل په سوسیالیستي سبک. دواړه بهیرونه په داسې وخت کې راڅرګند شول چې افغانستان تازه یوه لسیزه ډیموکراسي تجربه کړې وه او د پرمختګ لارې ته سم شوی و. د هېواد امنیت د پاموړ ښه و، بهرني سیلانیان ورځ پر ورځ د دې هیواد لیدو ته ډیر لېواله کېدل، هنر په بې ساري ډول وده کړې وه. فکري او کلتوري فعالیتونه غوړېدل او د افغانستان نړیوال شهرت د منلو وړ کچې کې و. خو د انقلابي او قهرجنو ایډیالوژیکو بهیرونو له نظره، دا هرڅه کافي نه وو او د دوی له موهوم ارمان ښاره ډېر لېرې وو. له همدې امله دواړه بهیرونو د دې وضعیت د له منځه وړلو لپاره ملاتړې وه او له خورا تاوتریخجنو او ورانوونکو تګلارو یې کار اخیست.
د خلق دیموکراتیک ګوند خپل کار په ځپلو او د واک په انحصار سره پیل کړ. ټول هغه کسان چې د دې ډلې د مشرانو لخوا نامطلوب ګڼل کېدل، له نیول کېدو، پوښتنو ګروېږنو، زنداني کېدو او ان اعدامېدونو سره مخ کېدل او لړۍ یې د یوه بل اړخ له لوري د خلق او پرچم ډلې تر حذف پورې ورسېده. ناڅاپه په ټول هیواد کې د یوې وحشتناکې فضا سیوري وغوړېد، د سیاسي او ټولنیزو شخصیتونو د ورکېدو لړۍ پیل شوه، د هېواد د مشرانو او مخورو له منځه وړل د دې ډلې د کار په سر کې وو او خبره د ډله ییزو قبرونو تر کېندلو پورې ورسېده. د دغه بهیر د مشرانو په وینا، هر هغه خنډونه چې د انقلاب پر وړاندې موجود وو، باید په قوت او شدت سره له منځه وړل شوي وای، هر مخالف غږ باید غلی شوی وای او ټولې ټولنې باید یو شان جوړښت او رنګ خپل کړی وای. کله چې دغه بهیر د خلکو او نورو ډلو له پراخ مخالفت سره مخ شو او دې ځپونکې تګلارې ته په دوام ورکولو کې بې وسه شول، نو شوروي اتحاد ته يې مخه کړه چې هېواد یې ونيسي او د دغه ګوند د مشرانو واک وساتي.
د هغو ډلو ظهور چې د غويي په اتمه واک ته ورسیدې، له هماغه پیله د کیڼ اړخو ګوندونو او ډلو چې اصلي اړخ یې د غويي پر اوومه واک ته ورسېده، له غبرګون سره مخ شو. مذهبي بنسټپالې ډلې پر دې غوسه وې چې د شاهي دورې د ډیموکراسۍ فضا د کیڼ اړخو د نظریاتو لپاره پلیټ فارم چمتو کړی و او د دې ترڅنګ سینما، موسیقۍ، نړیوال سیاحت، عصري زده کړو او د مدرنیتې نورو سېمبولو ته فضا ورکولو د دغو ډلو له نظره، اصلي ارزښتونه له خطر سره مخ کړي وو او د دغو سازمانونو له مطلوب دیانت سره یې اړخ نه لګاوه، هغوی د خلافت له نظامه پرته پر کم څه نه راضي کېدل او د همداسې شرایطو د رامنځته کولو ژمنه یې کوله. د دواړو ډلو ادعاوو د ښوونځيو او پوهنتونونو د ځوانانو په منځ کې او ان په اردو او پولیسو کې او دغه راز په کلتوري او فکري حلقو کې د ځوانانو په منځ کې پېرودونکي لرل او خپل پلویان یې فعالیت او هلو ځلو ته هڅول.
د ادعاوو تر څنګ، هغه څه چې په عمل کې پیښېدل له غمیزې ډک وو، ټیک د پرانېستې ټولنې او د هغې د دښمنانو د کتاب د لیکوال کارل پوپر هغې خبرې ته ورته وو چې وایي: «د ټولو سیاسي ارمانونو په منځ کې هغه څه چې د بشري ټولنې د نیکمرغۍ ادعا لري، تر ټولو خطرناک دي. پر ځمکه د جنت د جوړولو هڅه تل دوزخ ته لاره پرانېستې ده.» د غويي له اوومې او اتمې وړاندې افغانستان جنت نه و، خو د دې هېواد خلکو له هغې وروسته دوزخ تجربه کړ او پخوانۍ دورې ته بېرته ستنېدل يوه نه پوره کېدونکې هیله شوه، چې لا یې هم نوستالژي د ډېرو خلکو له ذهنه نه ده وتلې.
د دغو غولوونکو ژمنو په پوره کولو کې د یاد شويو بهیرونو ناکامۍ بېلابېل کورني او بهرني عوامل لرل. یو له مهمو عواملو چې د افغانستان د نن او سبا د نسل لپاره مهم دی، د دغو بهیرونو حذفي او انحصاري تګلاره وه، چې د نورو حضور ته یې هیڅ ځای نه پرېښود. هغوی هر څه د ځان لپاره غوښتل. د دواړو بهیرونو له نظره، ارماني نړۍ هغه وخت پر واقعیت د بدلېدو وړ بريښي چې مخالف بهیرونه په بشپړ ډول وځپل شي، د بېل فکر جرړې و اېستل شي او ټولنه په هغې بڼه او شکل طراحي شي چې ایډیالوژیان یې غواړي. دواړو بهیرونو خپلو اهدافو ته د رسېدو لپاره په پراخه کچه له تاوتریخوالي کار اخیستل مشروع بلل او هغه څه چې ورته تر ټولو لږ مهم وو، د انسان وینه تویندنه او د هېوادوالو بشري حقونه وو. دا بهیرونه د مشارکت، د نورو د منلو، زغم، تنوع او کثرت پالنې په څېر له مقولو سره چورلټ پردي وو. له همدې امله دواړو بهیرونو ویجاړوونکي جګړې ته ملا وتړله او د آخرالزمان جګړه یې پیل کړه. هغوی په دې لاره کې د سترو قدرتونو استخباراتي ادارو ته خدمت وکړ او د خپلې ستراتيژۍ د پلي کولو لپاره يې د خپلو هېوادوالو په وژلو لاس پورې کړ، ښارونه يې وران کړل، د هېواد بنسټونه يې له منځه یوړل او افغانستان يې څو لسيزې شاته وغورځاوه.
د حذف او انحصار تګلاره هغه سرطان دی چې د افغانستان په سیاست کې یې رېښې غځولې دي او هغه یې زهرجن او له غمیزې ډک کړی دی. دا ډول چلند د انساني ټولنې د طبیعي تنوع او رنګارنګتیا په تړاو د پوهې نشتوالی او د جبري او تحمیلي یو شان کولو اصل دی. کارل مارکس د فیورباخ په تړاو په ۱۱مه رساله کې ویلي وو:«فلسفیانو تر اوسه پورې نړۍ تفسیر کړې، حال دا چې موخه یې د نړۍ بدلول دي. هغه کسان چې په افغانستان کې یې د هغه د پیروی ادعا لرله او دغه راز د هغه دښمنان په یو شان د نړۍ د بدلولو په حال کې وو، له دې ناخبره وو چې د نړۍ تفسیر او ان پرې پوهېدل تر بل هر پوهاوي لومړیتوب لري. دا بې ځایه نه وه چې فیلسوفانو د نړۍ د تفسیر هڅه کوله، ځکه چې هغوی پوهیدل چې د نړۍ د پیچلتیاوو، د انساني ټولنې د پیچلتیاوو او ان د انسان د ذهن او رواني پیچلتیاوو درک کول خورا لویې هڅې او پراخې پوهې ته اړتیا لري. دا ډیره نامعقوله ده چې له درک کولو پرته یې د بدلولو په هڅه کې واوسو. د مصنوعي یووالي په برخه کې د نړۍ بدلول او د تنوع له منځه وړل او د تکثر نه په رسمیت پیژندل او د نورو منلو ته غاړه نه اېښودل لکه څنګه چې یوه لویه فکري تېروتنه ده، یوه ډېره خطرناکه سیاسي تګلاره ده.
په افغانستان کې د غويي اوومه او اتمه د یوې داسې کړنلارې ناوړه او خونړۍ تجسم دی چې د بل پر نفي کولو تمرکز لري او پر حذف او انحصار ټینګار کوي او له همدې امله د افغانستان خلک له دواړو وېره لري. د غويي د اوومې او اتمې له ويروونکي خوبه خلاصون یوازې له دې تاوتریخجن چلنده د ځان په لېرې کولو سره امکان پیدا کوي. د دې ډول تګلارې مناسب بدیل مشارکت، د نورو منلو، تنوع او کثرت پالنې ته غاړه اېښودل دي، که هغه د سیاست په برخه کې وي که د فکر په برخه کې وي، که د عقیدې په برخه کې وي، که د ژوند کولو د سبک او ارزښتونو په برخه کې. نننیو طالبانو د خپلو اسلافو پر پل ګام اېښی او د حذف او انحصار په تګلارې سره یې د خلکو پر مخ د دوزخ دروازه پرانېستې ده.