د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د پلازمېنې په پوهنتونونو کې د «بشپړ جنسیتي تفکیک» یا د هغوی په اند، نجونو او هلکانو د «یوځای والي بشپړ له منځه وړلو» لپاره په یوه نوي اقدام کې، د اوونۍ درې ورځې د هلکانو او درې ورځې نورې د نجونو محصلانو لپاره ځانګړې کړې. د لوړو زده کړو وزارت دې پرېکړه چې درې ورځې مخکې اعلان شوه، که څه هم د طالبانو د حکومت تېرو څو میاشتو اقداماتو ته په پام سره له اټکله لرې نه وه؛ خو محصلانو او د پوهنتونونو استادانو ته ناهیلې کوونکې وه. دغه پرېکړه به د پوهنتونونو د چارو مخته وړلو کې هم ستونزې رامنځته کړي چې، په دوام کې به پام ورته وکړو.
طالبانو تر دې مخکې اعلان کړی و، چې په پوهنتونونو کې پر جنسیتي تفکیک سخت کار کوي او که د جنسیتي تفکیک شونتیا نه وي، ټولګیو کې به د نجونو او هلکانو ترمنځ پرده وغځول شي. همداراز طالبانو د نجونو لپاره د نارینه او د هلکانو لپاره د ښځینه استادانو د تدریس د شرایطو په اړه ویلي و، چې استاد به د پردې تر شا محصلانو ته تدریس وکړي. که څه هم طالبانو د دغه کار موخه د «شریعت» پلي کول بللې؛ خو د دغه اقدام لپاره یې نور دلیلونه هم وړاندې کړي دي. له دې جملې دا چې محصلان او استادان د څېړنې، عملي، ډله ییزو کارونو او اکاډمیکو چارو لپاره پوره فرصت ولري.
خو د طالبانو دغو دلایلو منتقدانو ته قناعت نه دی ورکړی. ډېری د طالبانو دغه اقدام د «شریعت» پلي کول او «محصلانو او استادانو د فرصت اخیستل» نه ګڼي؛ بلکې د دې ډلې د نړۍ لید له امله یې بولي. د منتقدانو په وینا، د طالبانو په نړۍ لید کې، ښځې کوم ځای نه لري او کوم حقوق ورته په پام کې نه لري. د یادولو وړ ده، چې طالبانو تر اوسه نږدې اته میاشتې له شپږم ټولګي پورته نجونو پرمخ ښوونځي تړلي دي.
د هغه څه له مخې چې د لوړو زده کړو وزارت اعلان کړي، تر دې وروسته به نجونې او هلکان محصلان په جلا توګه اوونۍ کې درې ورځې پوهنتونونو ته ځي. دغه پرېکړه د کابل دولتي پوهنتون، پولي تخنیک او د پلازمینې په نورو پوهنتونونو کې عملي کېږي. هغه اقدام چې ډېری یې «د زده کړو او د پوهنتونونو د رېښو پرې کولو لپاره» د طالبانو په لاس «تېشه» بولي.
د پوهنتونونو نیمګړې طرحه او نمایشي – سیاسي بیا پرانیستنه
د لوړو زده کړو وزارت مخکیني ویاند او د کابل پوهنتون پخواني استاد حامد عبیدي د طالبانو د لوړو زده کړو طرحه «ناقصه او نااکاډمیکه» بولي. هغه باوري دی، چې پر اکاډمیکو بنسټونو د دې «نیمګړې طرحې» د تپلو په صورت کې به، د پوهنتونونو بیا پرانیستل له «سیاسي نمایش» پرته بل څه نه وي. د عبیدي په وینا، دغه طرحه جدي ستونزې لري او د لوړو زده کړو بنسټونه له ننګونو سره مخ کوي. د عبیدي په وینا، د طالبانو د طرحې له مخې، محصلان باید هره ورځ اته کریډته درس ووایي، چې د هر کس د زده کړې له وسه پورته ده. هغه وایي چې اته کریډت تیوریک درس، ستونزمن کار دی او له بلې خوا تطبیق یې پر هغو پوهنځیو چې لابراتواري او عملي کارونه نه لري، ناشوني دي.
طالبانو د دې طرحې د عملي کولو په اړه نور معلومات نه دي ورکړي. د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت ویاند ویلي، چې دغه طرحه د نجونو او هلکانو د «یوځای والي بشپړ له منځه وړلو» او «عملي او ډله ییزو» کارونو لپاره استادانو او محصلانو ته د فرصت موندلو په موخه رامنځته شوې ده. د لوړو زده کړو وزارت مخکینی ویاند وایي، چې د طالبانو د طرحې له مخې، استادان اړ دي، چې د اوونۍ شپږ ورځې د سهار له ۸:۰۰ بجو د ماسپښین تر ۳:۰۰ بجو له دمې پرته تدریس وکړي، چې د هغه په اند، دغه کار غیرمسلکي او ظالمانه دی. د عبیدي په وینا، د تدریس تر څنګ، د استاد مسوولیت د علمي څېړنو ترسره کول دي او د طالبانو په طرحې سره، د داسې څېړنو فرصت اخیستل کېږي.
له بل لوري حامد عبیدي وایي، چې د استادانو درسي مسوولیتونه څو برابره شوي؛ خو معاشونو یې کموالی موندلی. د پوهنتون دغه استاد دا اقدام هم «د حقوقي او اخلاقي کړنو خلاف» بولي.
د درسي ټولګیو کموالی بله ننګونه ده، چې حامد عبیدي یې د طالبانو د طرحې د عملي کولو پر وړاندې راولي. د هغه په وینا، پوهنتونونه مخکې هم د درسي ټولګیو له کمښته سره مخ وو او په دې طرحې سره به دغه ستونزه څو برابره شي.
حامد عبیدي وایي، چې د محصلانو اقتصادي ستونزې بله پایله ده، چې د طالبانو طرحه یې له ځان سره راوړي. د دغه استاد په اند، مخکې ځینې هغه محصلان چې اقتصادي ستونزې یې لرلې، له ماسپښین مخکې یا وروسته یې کار کاوه؛ خو د طالبانو له نوې طرحې سره، دغه فرصت هم ترې اخیستل کېږي او تر ټولو بد حالت کې کېدای شي، هغوی کار ته لومړیتوب ورکړي.
یوه بله ننګونه چې د عبیدي په وینا، د طالبانو طرحه یې له ځان سره لري، د استادانو د کمښت موضوع ده. د استادانو کموالی په تېرو شلو کلونو کې یوه ننګونه وه؛ ځکه په دې کلونو کې ډېر پوهنځي رامنځته شوي او د طالبانو له واکمنېدو وروسته ډېری استادانو هېواد پرېښود. اوسمهال محصلان په ۱۶۵ پوهنځیو کې درس وایي. حامد عبیدي وایي، د طالبانو په طرحې سره دغه ستونزه دوه برابره کېږي. له هېواده د ځینو استادانو وتلو، د کابل، هرات او مزارشریف پوهنتونونه د استادانو له کموالي سره مخ کړي دي.
د طالبانو د پرېکړې اصل څه دی؟
ډېری خلک د طالبانو د پرېکړې اصل د «ښځو» له موضوع سره تړلی ګڼي. یوه نجلۍ محصله چې نه غواړه نوم یې واخیستل شي، وایي چې د جنسیتي تفکیک کیسه تر یوې ساده پرېکړې ژوره ده. د هغې په باور، طالبان په داسې پرېکړو سره ټولنه کې زده کړیاله پرګنې او د ښځو په ګوښه کولو پسې دي. د هغې په وینا، محصلین، په ځانګړې توګه نجونې زده کړیالانې په اسانۍ سره کولای شي د دیني او مذهبي هژموني او د روزنیز نظام د ایډیولوژیک کولو پر وړاندې ودرېږي. هغې زیاته کړه، چې له سقوط مخکې، طالبانو د نجونو لپاره د مشروطو زده کړو په اړه خبرې کړې وې. دغې محصلې وویل: «دا د هغه قشر بندي کول دي، چې د طالبانو د سیسټم پر وړاندې ارامه نه شي پاتې کېدای. طالب د خپل دوام لپاره، د محصل له ګوښه کولو پرته کومه بله لار نه لري.»
طالبانو پر جنسیتي تفکیک سربېره، روزنیز – تحصیلي نصاب کې هم بدلونونه رامنځته کړل. ځینې مضمونه یې زیات کړي او ځینو ته یې کم ارزښت ورکړی دی، چې د استادانو او پوهانو له نظره، بنسټیز مضمونونه وو. د بېلګې په توګه، طالبانو د اسلامي ثقافت درسي ساعتونو زیات کړي؛ خو دغه ساعتونه یې له بنسټیزو مضمونو را کم کړي دي. دغې موضوع د روزنیز او تحصیلي نصاب په اړه اندېښنې پارولې دي. روزنیز نصاب د مخکیني حکومت په موده کې د څارونکو بنسټونو له خوا کمزوری وبلل شو. یوه څېړنیز بنسټ او د ولسي جرګې یوه غړي په هغه وخت کې ویلي و، چې د اسلامي ثقافت مضمونونه د داعش په ګډون ترهګریزو ډلو سره د ځوانانو په یوځای کېدو کې رول لرلی دی. د پوهنتونونو له بیا پرانیست وروسته، طالبانو د نجونو محصلانو د جامو په اړه هم محدودیتونه ولګول. یو شمېر نجونو محصلانو شکایت کړی وو، چې د طالبانو له خوا ګومارل شویو کسانو ترې غوښتي، چې تورې جامې واغوندي.
د لوړو زده کړو وزارت یا له لوړو زده کړو سره د مبارزې وزارت؟
د جنسیتي تفکیک او په تحصیلي نصاب کې د بدلون په اړه د طالبانو له پرېکړې وروسته، خلکو د طنز په توګه د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت له «لوړو زده کړو سره د مبارزې وزارت» په نامه نومولی. د هېواد سندرغاړي فرهاد دریا، دغه تعبیر د عبدالباقي حقاني په وصف کې کارولی. یو شمېر نورو وګړو هم ورته غبرګونونه څرګند کړي. د طالبانو منځ کې هم ځینو پر دې پرېکړې نیوکه کړې.
فرهاد دریا په طنزې غبرګون کې ویلي، چې عبدالباقي حقاني وروسته له دې چې په ډېره لنډه موده کې د لوړو زده کړو په برخه کې د ۲۰ کلونو لاسته راوړنې رېښې وچې کړې، په تر ټولو تازه اقدام کې د جنسیتي تفکیک لپاره له «جفت او تاق» تیورۍ کار اخیستی. دریا لیکلي: «کله چې موخه او نیت له افغانانو سره دښمني وي، نو غولول او چل د څه لپاره؟! همداسې د دوی د پلویانو په اصطلاح «نر غوندې» د خپل وزیر په شان مو بیرغ پورته کړئ.»
د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت سرپرست عبدالباقي حقاني، تر دې مخکې هم حاشیه لرونکې څرګندونې لرلې. یو ځل هغه ویلي و، چې له هغو کسانو چې په تېرو شلو کلونو کې یې درس ویلي، باید کومه تمه او هیله و نه لرو. د طالبانو همدغه وزیر د طالب مشرانو بې سوادي هم اذعان کړې وه. هغه ویلي و، چې طالبانو رسمي ښوونځی نه دی ویلی او د مدرسو «طالبان» دي؛ خو هغوی له ماسټرانو، دوکتورا لرونکو او لیسانس کسانو څخه غوره دي. د کابل پوهنتون په ریاست کې د یوه لیسانس لرونکي کس ګومارلو هم غبرګونونه را وپارول. طالبانو کې دننه کسانو هم د محمداشرف غیرت ګومارل، چې له ژورنالیزم پوهنځي څخه فارغ شوی، ناسم بللي.