د ټولنیزو رسنیو کاروونکو د هرات زلزلهځپلو لپاره د لنډمهاله استوګنځيو د انځورونو له خپرېدو وروسته، د دغو کورونو د جوړېدو پر بڼې نیوکې وکړې. دا کورونه د هېواد نوموتي سندرغاړي فرهاد دریا له لوري او په تبعید کې د ځينو نورو هنرمندانو، خبریالانو او رسنیو په همکارۍ جوړ شوې دي. ورته مهال ځينو نورو بیا د دغو کورونو له جوړېدو هرکلی کړی دی. د دغو استوګنځیو د جوړېدو د بڼې په اړه نیوکګرو او موافقانو کې لیکوالان، سیاستوال، خبریالان، د پخواني حکومت چارواکي او د ټولنیزو شبکو ځيني کاروونکي راځي. فرهاد دریا په دې اړه نیوکګرو ته په ځواب کې لیکلي چې دا پلان په زلزلهخېزو سیمو کې او له ژمي د تېرېدو په موخه پلی شوی او دا د لنډمهالي استوګنې لپاره جوړ شوې دي.
فرهاد دریا په هرات کې له مرګونو زلزلو وروسته د روان کال د تلې په میاشت کې له زلزلهځپلو سره د مرستې په موخه د پيسو راټولولو کمپاین د ځينو خپلواکو رسنیو او د داوود سرخوش او آریانا سعید په ګډون د ځينو نورو هنرمندانو په همکارۍ پیل کړ.
ښاغلی دریا چې د دې مرستو د راټولولو مسوولیت یې درلود ویلي: «راټولې شوې مرستې ټولټال ۶۹ زره او ۱۰۰ ډالره دي چې د سنجاب په کلي کې ۳۷ لنډمهاله استوګنځیو لپاره چې هر یو په ۱۰ متر مربع مساحت ځمکه کې جوړ شوی، لګښت پرې راغلی دی.»
د هرات د زندهجان ولسوالۍ د سنجاب په کلي کې د جوړو شویو بېړنیو استوګنځیو د انځورونو له خپرېدو وروسته د ټولنیزو رسنیو ډېرو کاروونکو چې پکې شاعران، لیکوالان او سیاستوالان هم راځي، د جوړېدو پر بڼې نیوکې وکړې. د ټولنیزو رسنیو دغو کاروونکو د فرهاد دریا دا چاره په کنایې، طنز، سپکو الفاظو او د دغو انځورونو لاندې په «منشن کولو» سره پر نوموړي نیوکې وکړې. ډېرو کاروونکو د دغو استوګنځیو پر کوچینوالي او د تشناب او حمام پر نه لرلو نیوکې درلودې او ادعا یې وکړه چې په دې برخه کې راټولې شوې پیسې په اوبو لاهو شوې دي.
ځينو نورو کارکوونکو بیا د دا ډول استوګنځیو پر بڼې نیوکې کړې دي او د فرهاد دریا عکسونو په خپرولو یې ویلي: «یک کلید خانه پيش تو، یک کلید خانه پیش من».
افغان نوموتي سندغاړي فرهاد دریا په دې اړه نیوکګرو ته په خپله فیسبوکپاڼه کې په لنډ ډول لیکلي: «دا پلان د زلزلهخېزو سیمو او له ژمي د تېرېدو لپاره دی، نه د دایمي استوګنې لپاره. دا ۳۷ کورنۍ په ساړه ژمي کې تر شنه اسمان لاندې یا په خيمو کې اوسېدلې چې نه پوهېدلې له ژمي په ژوندۍ راووځي که نه.»
ورته مهال بیا د هرات د پوهنتون استاد ناصر معین د ټولنیزو رسنیو کاروونکو نیوکو ته په ځواب کې لیکلي چې دا کورونه د نوموتي ایراني انجنیر نادر خلیلي د جوړو شویو استوګنځيو له مخې جوړ شوې دي. ښاغلي معین زیاته کړې چې دا استوګنځي د باد او باران، شدیدې ګرمۍ او یخنۍ، اور او زلزلې پر وړاندې مقاومې دي. د نوموړي په خبره، د کور جوړونې دا ډول نوښت د لومړي ځل لپاره په هرات کې په ناوړه شرایطو کې پلی شو او ښايي ځينې نیمګړتیاوې ولري. د هغه په وینا، دا ډول کورونه په ساده بڼه او ارزانه جوړ شوي او د دغې سیمې د خلکو له دودیزو استوګنځایونو سره ورته والی لري.
دغه راز بصیر ارین چې په خبره یې په انجنیرۍ کې لیسانس او د ښاري پلان جوړونې په برخه کې ماسټري لري، دا په افغانستان کې د بېړنیو کورونو د جوړولو لپاره یو بې ساری او تلپاتې نوښت بولي. نوموړي هیله یې څرګنده کړه چې په راتلونکې کې به د دا ډول کورونو د جوړولو او پراختیا لپاره لا ډېره پانګونه او پاملرنه وشي.
نوموړي د دغو کورونو د لګښت په اړه لیکلي: «زما په اند پر دې کورونو یوازې ۱۵۰ زره افغانۍ لګښت منطقي دی. د افغانستان په اوسني وضعیت کې د کارګر ورځ مزدوري شاوخوا ۳۵۰ افغانۍ ده. د دغو خلکو ناوړه وضعیت ته په کتو ښايي ۵۰۰ افغانۍ ورځ مزدوري ورکړل شوې وي چې دومره زیاتې نه دي.»
په همدې حال کې د پخواني حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو معین شیوای شرق د فرهاد دریا انځور په خپله فیسبوکپاڼه کې خپور کړی او نیوکګر یې «د تیارو پر وړاندې خاموشه» بللي دي.
د پخواني حکومت د خپرونو مرستیال ټينګار کړی چې: «همدغه ټولي پنځلس سوه چاودنې له یاده ووېستې او اوسمهال د سراجالدین حقاني د ایکس(ټویټر) شبکې خوښونکي نږدې یو میلیون کسان دي.»
له بلې خوا پخواني ډیپلوماټ حمید حامي د فرهاد دریا نیوکګرو ته په اشارې لیکلي: «په دنیا کې تر ټولو اسانه چاره خبرې کول دي. کښېنئ ووایئ او تصور وکړئ او په خپل فریب کې ډوب شئ او ځان د ځمکې د سر محور وګڼئ؛ خو به عمل کې؟» نوموړي زیاته کړې: «ما له یوې ډلې سره د هرات له زلزلهځپلو سره کار وکړ. څوک چې تر شنه اسمان لاندې ویده کېدل او په دې ژمي کې یې ساړه تر هډوکو رسېدل، خیمه لرل ورته له ماڼۍ کمه نه وه. هېڅ یې نه لرل چې ویې خوري. یوه خوراکي کڅوړه ورته د ډېر څه ارزښت درلود.»
دغه پخواني ډیپلوماټ لیکلي: «فرهاد دریا هم کولای شول کرار کېني او د نورو په کارونو کې نظر ورکړي او د نورو د کار پاېلې خپلې وبولي او یوازې خبرې وکړي؛ خو داسې یې ونه کړل او هغه کار یې په هغه ځای کې وکړ چې هلته یو څاڅکی هم د سمندر ارزښت لري.»
د یادونې وړ ده چې د ځينو په باور په هرات کې جوړ شوي دا ډول بېړني کورونه د زلزلې، باد او باران پر وړاندې مقاوم دي او په ژمي کې ګرم او په اوړي کې ساړه وي.