د طالبانو ډله له شپږم ټولګي پورته له زده کړو د افغان نجونو د بې برخې کولو له امله تر پراخ فشار لاندې ده او ان تر ټولو نږدې خواخوږي، ملاتړي او لابیګران یې هم د ښوونځيو تړل نه شي توجیه کولای. دا کار دومره نامعقوله دی چې ان د داعش په څېر خورا افراطي دیني ډلې نه دی کړی نور خو پر ځای پرېږده. له دې اړخه د طالبانو واکمني یوه عجیبه او نادوده ښکارنده برېښي چې بېلګه یې نه په کوم اسلامي هېواد کې لیدل کیږي او نه هم په کوم غیر اسلامي هیواد کې. داسې برېښي چې تر څو چې دا غوټه خلاصه شوې نه وي، د نړیوالو قوانینو او میثاقونو پر بنسټ به له دې ډلې سره د تعامل کومه لاره خلاصه نه شي.
طالبان له څو ډلو جوړ شوي دي او لږ تر لږه درې ډلې یې له لېرې تشخیصېدای شي. لومړۍ ډله یې د ملا هبت الله په محوریت ایډیالوژیکه ډله، دویمه ډله یې په دوحه کې د دې ډلې د مرکچیانو په محوریت پراګماتیسټه ډله او دریمه ډله یې د سیاست او استخباراتي پلانونو د پردې تر شا ساده او ناخبره جنګیالي دي. د دې ډلې ایډیالوژیکه څانګه نه د نړیوالې ټولنې فشارونو ته پام کوي او نه هم د خلکو ناخوښۍ ته، او یوازې د خپل فکر له مخې د شریعت د تطبیق په تړاو فکر کوي. د دې ډلې ساده جنګیالي هم د خپلو مذهبي مشرانو سرسپارلي سرتېري دي او د هغوی هر اقدام د اسلامي نظام له ګټو سره سم ګڼي او تر هغې چې د پام وړ بدلون ونه ګوري، دا باور به کمزوری نه شي. یوازې د دې ډلې پراګماټسټ لوری دی چې له زده کړو د نجونو د محرومیت په نامعقولیت پوهېږي او ورته اندېښمن دی، ځکه چې د دې ډلې د واکمنۍ پر راتلونکي د دې کار پایلې اټکلولای شي.
د طالبانو د ډلې پراګماټسټ لوری د دې ډلې له څو سیاسي څېرو جوړ دی چې نه د طالبانو پر ایډیالوژۍ ژوره عقیده لري او نه هم د بشري حقونو پر ارزښتونو باور لري، بلکې د فرصت غوښتونکو یوه ډله ده چې د خپلو استخباراتي تړاوونو او ګټو له امله د طالبانو په لیکه کې ځای پرځای شوی او خپلې ګټې د ځان په طالب ښودنه کې ګڼي. د دې ډلې عناصرو له ډېرو کلونو راهیسې په پاکستان کې ارام او هوسا ژوند تېر کړی او بیا په دوحه کې مېشت شوي او د هوسا ژوند له ګټو برخمن شوي دي. دوی د طالبانو واکمنۍ ته د شتمنیو د راټولولو او د سوکالۍ له نعمتونو د برخمن کېدو د زرین چانس په سترګه ګوري او له همدې امله د نجونو د زده کړو او د ښځو د کار او ځینو نورو مسایلو په تړاو د طالبانو د مشرتابه پر تګلارو چې د نړیوالو تړونونو خلاف دي، اندېښمن دي. دوی پر دې باور دي، چې اوسنۍ واکمنۍ باید په هره بیه وساتل شي او د دې واکمنۍ د دوام لپاره باید له ځینو مذهبي او ایډیالوژیکو مسایلو لاس واخیستل شي، څو دغه زرین فرصت له لاسه ونوځي. د دې ډلې غړو په کورنیو او بهرنیو عایداتي سرچینو تمرکز کړی او د هیواد پر اقتصادي شریانونو یې د منګولو ټینګولو ته لومړیتوب ورکړی دی. دا ډله د خپلو اقتصادي موخو لپاره د طالبانو له پوښښه کار اخلي او له دې اخوا د بل څه به تړاو فکر نه کوي.
د طالبانو د پراګماټيسټ لوری لپاره د افغان نجونو وضعیت او په دې هېواد کې د ښځو راتلونکی مهم نه دی، ځکه دغه لوری د دغې ډلې د ایډیالوژۍ په درک کولو سره، له کلونو راهیسې د دې ډلې تر څنګ و او هغې ته یې په مشروعیت ورکولو په ځانګړې توګه په مذاکراتو او له هېواده بهر د هغې په ګټه سياسي فعاليتونو کې خپله ټوله هڅه کړې ده. همدا لوری و، چې په پرلپسې ډول یې د طالبانو د بدلیدو ډول واهه او له نړۍ سره یې ژمنه کوله چې ننني طالبان د لومړۍ دورې له طالبانو سره ډېر توپیر لري، په داسې حال کې چې پوهېده چې داسې نه ده. اوس هم د دغه لوري اصلي اندېښنه دا ده چې د دغو سیاستونو له امله به یې دننه او بهر پراخې ګټې له خطر سره مخ شي او داسې ګټور فرصت به یې بیا په ژوند کې تکرار نه شی.
د طالبانو پراګماټيسټ لوری تل له بهرنیانو او ان له کورنیو سیاسي څېرو سره په خبرو کې چې د طالبانو د تګلارې نرم منتقدین دي، ټینګار کوي چې اوسنی وضعیت لنډمهالی او موقتي دی او بالاخره به د نړۍ سترګې د طالبانو په لیدو چې بدل شوي نه دي، روښانه ښي. د نجونو د زده کړو په تړاو دغې ډلې نړیوالې ټولنې ته د حل لارې وړاندیز کړې او ژمنه یې کړې چې د طالبانو مشرتابه به هم قانع کړي او هغه دا چې په ټول افغانستان کې به د نجونو په ښوونځيو کې د دیني مدرسو نصاب پلي کړي او ټولې افغان نجونې به ملایانې وروزي. ددغه لوري په وینا، که د طالبانو مشر ته ډاډ ورکړل شي چې ټولې افغانې نجونې به طالبانې شي، نو د نجونو له زده کړو سره د مخالفت انګیزه به له منځه ولاړه شي او د دې ډلې جنګیالي به خپل مشرتابه له لوېدیځ سره په جوړجاړي تورن نه کړي. د دغه لوري په باور د نجونو د ښوونځیو ظاهري پرانېستل به په لوېدیځ کې د طالبانو له ملاتړو سره مرسته وکړي چې پر هغو په تکیې سره د دغې ډلې د رسمیت پېژندنې لپاره په ډاډه زړه هڅې وکړي.
د طالبانو د پراګماټسټ لوري بنسټیزه ستونزه دا ده چې په دې ډله کې یې حیثیت د بدن د یوه پیوندي غړی په څېر دی، ځکه چې په اصل کې په دې جوړښت کې د هغه حضور د نندارې او سیاسي مانورو لپاره دی. د طالبانو په څېر یوه ډله کې هغه څه چې د چا دریځ پیاوړی کوي، پوځي وړتیا او ایډیولوژیک ځای دی. له همدې امله د طالبانو تر ټولو ځواکمن عناصر یا هغه جنګي قوماندانان دي چې په دې کلونو کې یې د جګړې په ډګر کې د نظامي ځواکونو مشري کړې او یا هم هغه شیخان چې د دې ډلې فکري او ایډیالوژیکې سرچینې په واک کې لري او د هغوی د جګړې لپاره مذهبي مشروعیت پیدا کوي. پراګماتیسټان د طالبانو د ډلې شپږمه ګوتې دي چې نه د جګړې په ډګر او نه هم د دغې ډلې د رهبرۍ په ډګر کې نفوذ لري او یوازینۍ بریا یې د پیسو راټولول او د سوکالۍ له فرصتونو ګټه اخیستل دي. هغه کسان چې د دغو کسانو خبرې جدي ګڼي، لا یې طالبانو نه دي پېژندلي.
که د افغانستان خلک بیا هم بخت ولري، نو په دې کې دی چې د طالبانو پراګماتیسټان اصلي لوبغاړي نه دي، ځکه چې د افغانستان پر خلکو د راغلو ناخوالو یوه برخه هغه دوکه او غولونه وه چې د دوحې په مذاکراتو کې یې دغه لوری پر کولو بریالی شو. په عمل کې د دغه لوري کړنلاره دا ده چې طالبانیزم د افغانستان پر خلکو په نرم او خوځنده ډول تحمیل کړي، څو هېواد ورو ورو د مذهبي افراطیت په ستر مرکز بدل شي، بې له دې چې د دې ډلې د بشري حقونو ضد سیاستونه کومه غوسه راوپاروي.
که د نجونو ښوونځي په دیني مدرسو بدل شي، په افغانستان کې به د ناورین نوی پړاو پیل شي او هېواد به د فرقه ییزو جګړو لوري ته وکاږل شي. د ملیونونو نجونو د مغزو مینځل او د طالبانو په ښځینه مټ د هغوی بدلول به د څو نسلونو په کچه یو ناورین رامنځته کړي، ځکه چې طالباني فکر به د خلکو تر ګډ ژونده ورسېږي او میړه او ښځه، مور او اولاد او دوست او ملګري د یو بل پروړاندې ودروي. دا کار ښايي په لنډ مهال کې طالبانو او د هغوی ملاتړو ته ګټه ورسوي، خو په اوږدمهال کې به د افغانستان د خلکو لپاره د ټولو پر ضد جګړه وي او له تر هغې وروسته به مسلمان او هندو، شیعه او سني، صوفي او سلفي، حنفي او اسماعيلي، اخواني او ديوبندي، سيفي او پنجپېري يو د بل پر ضد ودريږي.