د روان کال د دوشنبې په ورځ د سپتامبر په ۴مه نېټه، په سوچي ساحلي ښار کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان، کوربه و. د تور سمندر د بنادر له لارې د اوکراین د غلو د صادراتو د تړون تمدید، د دواړو خواوو د خبرو اترو اصلي محور و. د غلو د صادراتو تړون د ۲۰۲۲ په جولای مېاشت کې د ملګرو ملتونو د سازمان او ترکیې په منځګړیتوب د روسیې او اوکراین د استازو له لوري د استانبول په ښار کې لاسلیک شوی و. د یاد تړون د اعتبار موده، شپږ مېاشتې وه او په درېیو پړاونو کې د مسکو له لوري تمدید شو. خو د روان کال د جولای له ۱۸مې راپدېخوا، مسکو په تړون کې له خپل ګډون نه ډډه کړې او لامل یې د لویدیځو دولتونو د ژمنو نه ترسره کول اعلان کړي دي.
اردوغان چې په تېر کې د غلو د تړون په لاسلیک کې رول درلود، له پوتین سره په لیدنه کې یې غوښتل چې یو ځلي بیا د تمدید لپاره د نوموړي قناعت ترلاسه کړي چې بریالی نشو. د اوکراین د بهرنیو چارو دیمیترو کولبا، هم د پوتین او اردوغان لیدنه مهمه وګڼله او هغه یې د تړون د تمدیدېدو لپاره وروستی چانس وباله.
۱- روسیه خپل د فشار ابزار له لاسه نه ورکوي
د اوکراین د جګړې له پیل سره، روسیه د لویدیځو دولتونو له لوري تحریم شوه. مسکو ددې لپاره چې وکولای شي د تحریمونو دروند بار له خپلو اوږو لیرې کړي، په بېلابېلو ابزارونو یې لاس پورې کړ چې لویدیځې اروپا ته د ګاز د صادرېدو درېدل یو له هغو نه و، خو دغه ګام هم ونشوای کړای ې دغه هېواد خپلې موخې ته ورسوي. اروپايي اتحادیې له اسراییلو او یو شمېر نورو هېوادونو نه د ګاز په واردولو وکړای شول خپلې ستونزې حل کړي. بل ابزار چې روسیه، کله ناکله لویدیځ دولتونه په هغه ګواښوي، هسته يي وسله ده چې د هغه د عملي کولو امکان شتون نلري.
د اوس لپاره د مسکو په لاس کې یوازینی فشار، د تور سمندر له لارې د اوکراین د غلو صادرات دي. له همدې امله پوتین اعلان وکړ چې د تړون د تمدید لپاره چمتو دی، خو په دې شرط چې لویدیځ دولتونه ددغه هېواد په کرنیز بانک او خوړو محصولاتو د تحریم له لګولو لاس واخلي. دغه راز، مسکو ادعا لري چې د غلو د صادرولو بهیر او د هغه وېش، ناعادلانه او د تړون د روح مخالف دی. د بېلګې په توګه، د تړون د مفادو پر بنسټ، ۱۲ سلنه صادراتي غلې باید افریقايي بې وزله هېوادونو ته لېږل شوې وای چې له درېیو سلنو کمو صادر شوې دي. برعکس، ډېر برخه هغو هېوادونو ته ورکړل شوې ده چې لوړ عاید لري. له همدې امله پوتین، د « روسیې او افریقا د مشرانو» په دوهمه ناسته کې، چې د جولای په وروستیو کې د سن پترزبورګ په ښار کې جوړه شوې وه، افریقايي بې وزله هېوادونو ته د غنمو د وړیا لېږد په اړه خبر ورکړ.
لویدیځ هېوادونه هم غواړي د روسیې پر وړاندې د غلو له صادرولو نه د اخلاقي فشار د ابزار په توګه ګټه واخلي. د بېلګې په توګه ددې خبرې تبلیغ چې مسکو د تور سمندر د بندرونو په تړلو په نړۍ کې د خوړو ناورین ته لمن وهي، د روسیې لپاره ګرانه خبره ده؛ هغه ادعا چې دغه هېواد رد کړې او ویلي یې دي چې لوږه د غلو د تړون په تړلو پورې اړه نلري.
د تړون نه تمدید، د مسکو په ګټه او د اوکراین په زیان دی؛ ځکه کی یف د غلو په صادرولو ددې ترڅنګ چې خپلې ډېرې لویې اړتیاوې حلوي، خپل لویدیځ ملګرو سره هم مرسته کوي. د بېلګې په ډول، په تېر یوه کال کې د اوکراین ۳۲.۲ میلیونه ټنه غله د تور سمندر له لارې بهر ته صادر شوې ده چې ۷۰ سلنه یې لویدیځو هېوادونو ته تللې ده.
کي یف هڅه کوي چې د غلو د صادرولو لپاره بدیله لاره وموندي، خو تر اوسه بریالی شوی ندی. که چېرې بدیله لاره هم پیدا شي، کېدای شي د تور سمندر په پرتله یې د لېږد لګښت دوه برابره وي چې دا پخپله یوه ستونزه ده.
د ترکیې ناکامي
ترکیه سره له دې چې د ناټو د سازمان غړیتوب لري، بیا یې هم هڅه کړي ترڅو د اوکراین په جګړه کې په مینځ کې پاتې شي او د جګړې له نښتو خواو ملاتړ ونکړي. له همدې امله، د روسیې پر وړاندې د تحریم په لګولو کې له خپل لویدیځ متحدینو سره یې لاس یو کړی ندی؛ خو هڅې یې د یوه منځګړي په توګه د غلو د صادرولو د تړون د لاسلیک لپاره ګټورې وې. دا د ترکیې لپاره، لویه دیپلماتیکه بریا وه؛ ځکه هغه مهال، له اردوغان پرته، بل هېچا ونشوای کړای د پوتین قناعت ترلاسه کړي. خو دا ځلي هم هم بریالی نشو.
داسې ښکاري چې پوتین له اردوغان نه، خوابدی وي. په دې برخه کې درې لاملونه شتون لري:
ترکیه د جولای په مېاشت کې د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زلنسکي کوربه وه او اردوغان له هغه سره په لیدنه کې، اوکراین یې په ناټو کې د غړیتوب وړ وباله. 2- انقرې پنځه تنه اوکرایني قوماندانان چې په جګړه کې اسیر شوي و، زلنسکي ته یې وسپارل؛ کوم امر چې د روسیې غوسه یې راوپاروله؛ ځکه د اسیرانو د تبادلې د تړون پر بنست، یاد پنځه تنه باید د جګړې تر پای پورې په ترکیه کې پاتې شوي وای. 3- لویدیځ ته د ترکیې د بیاځلي تمه او د لویدیځ د دولتونو له مشرانو سره اړیکه او ناټو سره د سویدن د یوځای کېدلو لپاره د مثبتې رایې په ورکولو، په انقرې یې د مسکو پخواني باور ته زیان ورساوه.
اردوغان له زلنسکي سره په لیدنه کې په اګست مېاشت کې انقرې ته د پوتین له سفر نه خبر ورکړی و؛ خو پوتین ترکیه ونه لاړ، او اردوغان روسیې ته راغی. د لیدنې د وخت او د ځای بدلون، ددې ترڅنګ چې له انقرې نه د مسکو خوابدي ښيي، د ترکیې لپاره د غلو تړون د تمدید د ارزښت ښکارندويي هم کوي.
اوس، پوتین اردوغان ته په نه ویلو، غواړي غچ واخلي؛ ځکه تر دې وړاندې، د انقرې چارواکو په نورو هېوادونو احسان اچاوه چې د تړون په لاسلیک کولو یې وکولای شول په نړۍ کې د قحطۍ د ناورین په حل کې ارزښتناکه ونډه ترسره کړي. دغه راز، د تړون په نه تمدیدېدو، انقره پخپله اقتصادي زیان ویني؛ ځکه د اوکراین 13 سلنه صادراتي غلې ترلاسه کوي.
۲- د قطر بریا
له هغې وروسته چې د انقرې هڅې له بن بست سره مخ شوې، دوحې ډګر ته راودانګل او ویې کړای شول په نسبي ډول د مسکو قناعت ترلاسه کړي. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر مرستیال الکساندر ګرشکو، چهارشنبه د سپتامبر په 6مه، د قطر په منځګړیتوب لومړني توافق ته له رسېدو خبر ورکړ. ددغه توافق پر بنسټ، د اوکراین یو میلیونه ټنه غله کولای شي د تور سمندر له لارې صادره شي. که چېرې دوحې په دې برخه کې هڅه نه وای کړې، دومره ژر هم دغه کوچني توافق ته لاسرسی ممکن نه و. په نړیوال چاپېریال کې د منځګړیتوب په برخه کې د دوحې رول د پام وړ دی چې روښانه بېلګه یې، له طالبانو سره د متحده ایالتونو لاسلیک شوی تړون دی.
همدا ډول، دوحې د امریکا او ایران ترمنځ د زندانیانو د تبادلې د تړون په لاسلیک کې د پام وړ رول درلود. په مسکو د دوحې باور، ښيي چې دغه هېواد د نړۍ په هنداره کې له خپل ځان نه د یوه صادق او خیر غوښتونکي منځګړي انځور نندارې ته وړاندې کړي. له دې پرته، ترکیه له هر اړخ نه د قطر په پرتله ډېره وړتیا لري. دا په داسې حال کې ده چې د دوحې سیال ریاض، هم په دې وروستیو کې د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره ډېرې هڅې ترلاس لاندې نیولي دي که مهمه بېلګه یې، د اګست په لومړیو کې د جدې د ناستې په لاره اچول و.
د قطر منځګړیتوب کېدای شي مسکو د تړون د تمدید لاسلیک ته اړ کړي. یا هم کېدای شي چې لومړنی تړون لمینځه ولاړ شي او د قطر په محوریت نوی تړون یې ځایناستی شي چې په دې صورت کې به ترکیه له دې بهیر نه بهر شي.