۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې )امینه محمد(د طالبانو د په رسمیت پېژندنې لپاره د غونډې د جوړېدو په اړه څرګندونو په تړاو له پراخو غبرګونونو وروسته، د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند (سټیفن دوجاریک) وايي، چې دغه سازمان د طالبانو په رسمیت پېژندلو په تړاو بحث نه کوي.
نوموړي دغه څرګندونې د چهارشنبې په ورځ، (د وري په ٣٠مه)، په ملګرو ملتونو کې د يوې خبري غونډې پر مهال وکړې.
د خپرو شویو راپورونو پر بنسټ، که څه هم د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند، پخپل خبري کنفرانس کې، د امینه محمد د وروستیو څرګندونو د توجیه هڅه کړې، خو ویلي یې دي، چې له طالبانو سره پر تعامل، د ملګرو ملتونو ټینګار د دې ډلې لپاره د لابيګرۍ په مانا نه دی. د هغه په وينا، ملګري ملتونه د طالبانو په رسمیت پېژندلو واک نه لري.
هغه د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله آمنه محمد د ښځو د حقونو دفاع کوونکې بللې ده.
دوجاریک ټینګار کړی، چې یوازې د ملګرو ملتونو غړي هېوادونه کولای شي د طالبانو په رسمیت پېژندلو پرېکړه وکړي.
هغه څرګنده کړې ده:« واقعیت دادی چې د ملګرو ملتونو د منشور پر بنسټ، غړي هېوادونه دي، چې د طالبانو د رسمي پېژندلو په تړاو پرېکړه کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو په رسمیت پېژندلو په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امینه محمد څرګندونې له جدي غبرګونونو سره مخ شوې دي.
په هیواد کې یو شمیر اعتراض کوونکو ښځو ویلي دي، چې د طالبانو په رسمیت پیژندل به د کړکیچ د زیاتیدو لامل شي.