د فوسیلي سونتوکو د زیاتې کارونې له امله د ځمکې له تودېدو وروسته، د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انتونیو ګوتریش نړۍ ته د غیرمضرو طبیعي سرچینو کارولو سپارښتنه وکړه.
د ملګرو ملتونو سرمنشي چهارشنبه د غويي پر ۲۸ ویلي، چې په فوسیلي سونتوکو او ډبرو سکرو د نړۍ روږدي کېدل چې ځمکه ککړوي، باید پای ته ورسېږي.
هغه زیاته کړه: «په ډېری هېوادونو کې باد او لمر د انرژۍ تر ټولو ارزانه سرچینې دي او موږ باید په هر ځای کې د تلپاتې انرژۍ د سیسټمونو په لټه کې شو.»
د ملګرو ملتونو سرمنشي ویلي، چې په فوسیلي سونتوکو او ډبرو سکرو روږدي کېدل باید تر ۲۰۳۰ کال پورې په OECD هېوادونو کې او تر ۲۰۴۰ کال پورې په ټوله نړۍ کۍ پای ته ورسېږي.
د ملګرو ملتونو سازمان د عمومي منشي دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي، چې د فوسیلي سونتوکو د کارولو له زیاتوالي وروسته، ځمکه په بې مخینې توګه توده شوې ده.