۸صبح، کابل: د طالبانو د ریاستالوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي په بشري، کلتوري او ټولنیزو چارو کې د اسلامي همکاریو سازمان له مرستیال او په افغانستان کې د یاد سازمان د سرمنشي ځانګړي استازي طارق علي بخیت سره په کتنه کې له نوموړي غوښتي چې د دغې ډلې استازي دې د ګامبیا راتلونکې ناستې ته وروبلل شي.
ارګ شنبه د غويي پر لومړۍ په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې د عبدالسلام حنفي او طارق علي بخیت ترمنځ د کتنې خبر ورکړی دی.
حنفي زیاته کړې چې افغانستان له جګړې څخه د حکومتولۍ پر لور ګام اخلي او په وینا یې، په بېلابېلو برخو کې د اسلامي همکاریو سازمان مرستو ته اړتیا لري. نوموړي ټینګار کړی چې د طالبانو استازي دي په ګامبیا کې د دغه سازمان راتلونکې غونډې ته وبلل شي.
هغه د اسلامي همکاریو له سازمان سره د اړیکو د لاپراختیا غوښتنه کړې ده.
ورته مهال، طالبانو د بخیت له قوله لیکلي چې نوموړي په بېلابېلو برخو کې همکارۍ ته د چمتووالي خبره کړې ده.
د یادونې ده چې طالبانو له دې وړاندې هم د اسلامي همکاریو سازمان له غړو هېوادونو سره د اړیکو پراختیا غوښتنه کړې وه.
د طالبانو د رسمیت پېژندلو لپاره بیا د نړیوالې ټولنې مهم شرطونه په هېواد کې بشري حقونو ته درناوی، امنیت ټينګښت او پراخ بنسټه حکومت رامنځته کول بلل کېږي.