۸صبح، کابل: د طالبانو د ریاستالوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي ویلي چې د هېڅ هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي او په خبره یې، له نورو هېوادونو هم غواړي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.
حنفي دا څرګندونې دوشنبه د وري پر ۱۳مه په بهرنیو چارو وزارت کې د روژه ماتي په میلمستیا کې د بېلابېلو هېوادونو سفیرانو او استازو ته په وینا کې کړې دي.
نوموړي زیاته کړې چې طالبان د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د «ښو اړیکو» غوښتونکي دي او په خبره یې، غواړي چې افغانستان یو «اقتصاد محوره» هېواد وي.
حنفي د سیمې او له سیمې وراخوا هېوادونو غوښتي چې د افغانستان په لویو پراختیايي پروژو کې پانګونه وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د څه باندې دوو کلونو په تېرېدو سره لا هم هېڅ هېواد طالبان په رسمیت پېژندلي نه دي.
که څه هم د سیمې یو شمېر هېوادونه له طالبانو سره د تعامل لار نیولې؛ خو ویلي دي چې د دغې ډلې رژیم په رسمیت نه پېژني.
طالبانو په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ د ترلاسي لپاره هم هڅې کړې دي؛ خو تر اوسه بریالي شوي نه دي او دا څوکۍ لا هم د پخواني حکومت د ډيپلوماټ په واک کې ده.