۸صبح، کابل: په داسې حال کې چې د نړۍ هېوادونه په افغانستان کې د اورپکو ډلو له حضور او د فعالیتونو پراخېدو په تړاو خبرداري ورکوي، د طالبانو د رییسالوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي ویلي چې داعش د بهرنیو استخباراتو زېږنده او اوس له منځه وړل شوې ده.
ارګ ایکسپاڼې سهشنبه د کب پر ۲۲مه په کابل کې د عبدالسلام حنفي او د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف ترمنځ د کتنې خبر ورکړی دی.
حنفي زیاته کړې: «د داعش فتنه چې د بهرنیو استخباراتو زېږنده ده له منځه وړل شوې، د نشهيي توکو کر، قاچاق او استعمال منع شوی او اداري فساد صفر شوی دی.»
د نوموړي په خبره، له ټولو ګاونډیو هېوادونو په ځانګړي ډول له ازبکستان سره د طالبانو اړیکې «نیکې او دوستانه» دي.
بلخوا، سعیدوف بیا په دې کتنه کې ویلي چې افغانستان ته یې سفر له ځانګړي ارزښته برخمن دی.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي شویګو افغانستان د سیمې لپاره لوی ګواښ بللی او ویلي و چې په منځنۍ اسیا کې وضعیت لا هم پيچلی دی.
د نوموړي په خبره، په تېر کال کې د داعش ځواک ۱۵ سلنه ډېر شوی و.
له دې وړاندې د طالبانو د رییسالوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر هم ادعا کړې وه چې داعش په افغانستان کې له منځه تللی دی.