۸صبح، زابل: د زابل ولايت سرچينې وايي «د سختو بارانونو او سېلابونو له امله ددغه ولايت له مرکز سره د اوو ولسواليو لارې پرې شوې دي.
د جمعې په ورځ، (وری ۴)، سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته وویل، چې له دوو ورځو راهیسې د زابل په ولسوالیو کې سخت باران او سیلابونه دوام لري.
تر دې مهاله د ارغنداب، دایچوپان، خاک افغان، شملزو، اټغر، نوبهار او شینکۍ ولسوالیو لارې د ترافیکو پر مخ تړل شوي دي.
د زابل اوسېدونکي وايي چې د اوبو او خوراکي توکو د کمښت په ګډون، له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
طالبانو په زابل ولایت کې د سېلاب له امله اوښتو تلفاتو او زیانونو په اړه څه نه دي ویلي.
له بلې خوا سېلابونو د کندهار د درېيو ولسواليو (ارغستان، معروف او ژړۍ) او ددغه ولايت د مرکز ترمنځ لاره پرې کړې او ډېر مالي زيانونه يې اړولي دي.
په کندهار کې سرچينې وايي، چې د سېلاب له امله تر ٣٠ زيات کورونه ويجاړ شوي دي. خو تر اوسه ددې طبیعي پېښې، د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نشته.
تېره ورځ د طالبانو د هوا پېژندنې ادارې خبرداری ورکړی و، چې ۲۰ ولایتونه به د سختو بارانونو او سېلابونو شاهد وي.