په هغې غونډه کې چې د دوشنبې په ورځ د هرات د امنیتي خبرو تر سرلیک لاندې جوړه شوې وه او د بېلابېلو هېوادونو کارپوهانو او سیاستوالو پکې ګډون درلود، د افغانستان د ستونزو پر مهمو ټکو او د هغو پر حل خبرې وشوې. د ويناوالو له خوا د پاموړ ټکي مطرح شول چې یو له دغو ټکو نه د سفير سيد طيب جواد له خوا مطرح شو. هغه وويل:« افغانان پوهيږي چې څه نه غواړي، خو نه پوهيږي چې څه غواړي. په بله وینا، د جګړې نه غوښتل د استبداد نه غوښتل، د افراطیت د حاکمیت نه غوښتل او د طالبانو نه غوښتل ټولو ته څرګند او تقریباً د اجماع ټکي دي؛ خو هغه څه چې په تړاو یې اجماع نه لیدل کیږي دا دي چې په کره توګه څه ډول ټولنه او سیاسي نظام د یوې ایډیالې ټولنې او نظام په توګه غواړي چې د رامنځته کېدو لپاره یې هلې ځلې او مبارزه وکړي. دا ټکی باید نور هم راوسپړل شي؛ ځکه د سترو ملي غوښتنو په تړاو د توافق او اجماع نشتوالی د دې هېواد یوه له بنسټيزو ستونزو ده او د هغې د حل له موندلو پرته د دې پېچلې غوټې د خلاصېدو هیله نشته.
د مخالفت اعلانول او له هغه څه نه چې څوک یې نه غواړي د پردې پورته کول ساده کار دی او ډېر مهارت نه غواړی په ځانګړې توګه که چیرې منفي فکر، تیاره فکر او تور ښودل د افرادو یا ډلو د ذهني میکانیزم برخه وي. په اصل کې کله په سخت او کله په نرم ډول د سیاسي ډلو مخالفت او مقابله لکه څنګه چې د سیاست په نړۍ کې یوه معموله چاره ده، په تیره نیمه پیړۍ کې د افغانستان د سیاسي فعالیت ترټولو مهم اړخ دی او له همدې امله د سیاسي قوتونو ترمنځ اجماع ډیره کمه رامنځته شوې ده. ترکي الفيصل په خپل کتاب کې چې د افغانستان په اړه يې ليکلي، په کعبه کې د مجاهدينو د مشرانو د حضور او د خداى په کور کې د هغوی د لمونځ کولو کيسه کوي چې هغوى په لومړي سر کې اوښکې توی کړې او د یووالي او پېوستون ژمنه یې وکړه. خو لا مدینې ښار ته نه وو رسېدلي چې ناندرۍ یې زیاتې شوې او د دښمنۍ او مخالت لپاره یې بېړنی تیاری څرګند شو. البته دا یوازې په مجاهدینو پورې محدوده نه ده، ځکه چې نورو سیاسي ډلو هم تر دې ښه حالت نه درلود.
د نیمې پیړۍ مصیبت او دردوونکې بې برخلیکۍ تجربه کافي ده چې سیاسي ځواکونه دې ته وهڅوي چې خپله کړنلاره بدله کړي، د منفي پر ځای مثبته کړنلاره خپله کړي، د مخالفت او جګړې پر ځای تفاهم او همکارۍ ته مخه کړي او د هغه څه د څرګندولو پر ځای چې نه یې غواړي هغه څه څرګند کړي چې غواړي یې. دا هغه بدلون دی چې ډیر خلک یې په تمه دي، هم په کور دننه ډېر خلک او هم بهر. خو پوښتنه دا ده، چې څنګه کېدای شي د داسې بدلون شاهد واوسو؟ ايا اوسني سياستوال داسې بدلون ته غاړه نه شي اېښودلای؟ ایا د نوي نسل د سیاستوالو راڅرګندېدل چې د ستونزو په اړه بېل نظر ولري او د حل لپاره نوې لارې ولري، د دې ربړې د حل کلي ده؟
تر دې شېبې پورې دغو پوښتنو روښانه ځوابونه نه لرو. خو هغه څه چې هرڅوک یې په اسانۍ درک کولای شي دا دي چې د دې وضعیت له بدلون پرته بله چاره نشته. نن ورځ تر بل هر وخته افغانستان په یوه کړکیچ کې راګیر دی، ولس یې د راتلونکي په تړاو خپلې هیلې له لاسه ورکړي، مخکښان یې په ټوله نړۍ کې تیت او پرک دي، ګاونډیان یې یوازې پر دې قانع شوي دي چې له هغه نه کوم زیان ورونه رسېږي او نړۍ دا جاج اخلي چې په خپلو سټراټیژیکو تابیاوو کې به یې د خپلو پلانونو او نیابتي جګړو د د مخته بیولو لپاره خاوره څنګه کاروي؟ یو له لویو عواملو چې د دغو شرایطو له رامنځته کیدو سره یې مرسته کړې ده، هغه منفي او جګړه ییز چلند دی چې د افغانستان سیاست ورسره مخ دی او دا تصور یې پیاوړې کړې چې په افغانستان کې له ډېرو سیاسي شخصیتونو او بهبرونو سره د مثبت او مانا لرونکي کار ظرفیت نشته او له همدې امله باید له طالبانو سره تعامل ته غاړه کېښودل شي.
په افغانستان کې له منفي حالته مثبت حالت ته د سیاسي کار کولو اړول او د اختلاف پر ځای مشترکاتو ته مخه کول داسې ظرفیتونو ته اړتیا لري چې باید د ترلاسه کولو لپاره یې هڅې وشي. تر ټولو لومړی، د سیاسي بهیرونو ترمنځ د خبرو اترو ظرفیت باید راڅرګند شي. خبرې اترې د مقابل لوري د نظرونو د اورېدو او د هغه د دریځونو د درک کولو په مانا دي. دویم ګام د نقد لپاره چمتوکېدل دي، که هغه داخلي نقد چې پر ځان نیوکه یا د ځان نقد کول بلل کیږي او که د نورو لخوا بهرنۍ نیوکه وي. موږ به په دې برخه کې تر هغو لوی بدلون ونه ګورو چې په سیاسي بهیرونو کې د نیوکې منلو یا لږ تر لږه د هغې د اورېدلو وړتیا رامنځته نه شي او په ځانګړې توګه تر هغو چې د خپل کار د انتقادي بیاکتنې وړتیا ونه مومي. دا خبرې اترې او کورنی او بهرنی نقد دی چې په مټ یې سیاسي شعور لوړېږي او د بدلون لاره هوارېږي.
کله چې په یوه ټولنه کې سیاسي عقلانیت خپلې ودې ته رسېږي، له اختلافونو ډډه کوي او د تنوع هرکلی کوي. په دې لید لوري کې اختلاف یوه حتمي خو د کابو کېدو وړ پیچلتیا ګڼل کیږي چې باید زیان یې تر ټولو کمې کچې ته ورسېږي. د دغه لید لوري پر بنسټ، سمه لاره د اختلافونو کمول او د هغو کابو کول او د مشترکاتو رابرسېره کول او هغو عواملو ته لومړیتوب ورکول دي چې بهیرونه سره نښلوي. هغه عوامل چې سیاسي بهیرونه سره نښلوي او ترمنځ یې د همغږۍ او همکارۍ لپاره فضا رامنځته کولای شي ډېر دي چې هم له تېر، هم له اوس او هم له راتلونکي سره تړاو لري. ګډه کلتوري او تمدني مخینه او تاریخي بریاوې چې د ټولو بهیرونو لپاره یو ډول ارزښتناکې او د ویاړ وړ دي، د پېوستون او همغږۍ له اساساتو دي. دغه راز هغه ګډ دردونه چې همدا اوس ټول په یو ډول ځوروي او په دې خاوره کې یې په ملیونونو خلک ځپلي دي، د وصل کېدو او یوځای کېدو بل مهم عامل دی. پر دې سربېره، ګډ راتلونکی چې د دې خاورې راتلونکي نسلونه یې لري او باید په جوړولو کې یې ونډه ولري، بل مهم تړاو دی چې باید د سیاسي ځواکونو ترمنځ د تعامل بنسټ وي.
کله چې موږ داسې عقلانیت ته ورسېږو، چې د هغه څه پرځای چې نه یې غواړو پر هغه څه تمرکز وکړو چې غواړو یې، نو لومړیتوب به دا وي چې وګورو موږ څه غواړو او تر کومه بریده یې د ترلاسه کولو لپاره یو بل ته لاس ورکوو او ورته د رسېدو لپاره ګډې هڅې کوو. په افغانستان کې سیاست، په ځانګړې توګه په دغو ترخو او سختو شرایطو کې باید پر هغه څه تمرکز وکړي چې موږ یې غواړو. موږ باید هغه بنسټیز ټکي مشخض کړو چې د سیاسي ځواکونو د اجماع لامل کیږي او پر وړاندې یې واحد دریځ رامنځته کړو. تر ټولو کمه اجماع هم د پرانېستلو کیلي ده. د افغانستان خلک باید وګوري چې سیاسي ځواکونو هغه غوښتنې خپل چورلیز ګرځولي دي چې د ټولو غوښتنې دي. نړۍواله ټولنه هم بايد وګوري چې په افغانستان کې سياست د تفرقې او پاشلتیا له پړاوه تېر شوى او د ګډو غوښتنو پر لور سیخ شوی دی. نور اړتیا نشته هغه څه ووایو چې موږ یې نه غواړو، مهمه دا ده چې ووایو څه غواړو او د هغو لپاره کومه بیه پرې کوو.