د دوحې خبرې اترې هغه مهال پیل شوې چې د امریکا سیاستوال د افغانستان له پخواني دولت څخه نهیلي شول. څېړونکي له هماغه پیله پوهېدل چې خبرې اترې یو اصلي چورلیز لري او بل فرعي. اصلي چورلیز دا و چې که چېرې طالبان ژمنه وکړي چې په سیمه کې به د امریکا متحده ایالاتو ملګري او د هغوی ګټې به خوندي کوي، دا ډله به د افغانستان د دولت ځایناستې شي او د امریکا مرستې به ترلاسه کړي. فرعي چورلیز دا و چې طالبان به د یوې ترهګرې ډلې څخه د مشروع دولت کچې ته د رسېدو په برخه کې د یو ټولګډون دولت جوړېدو ته چمتو شي، څو له دې ډلې سره د امریکا همکارۍ د توجیه وړ وګرځي.
طالبان ددې درک په درلودلو سره چې ټولګډون دولت د امریکا له پاره اصلي موخه نه ده، نو واک ته رسېدو وروسته یې دې کار ته غاړه کېنښوده او خپل ټول پام یې اصلي کار ته واړاوه چې په سیمه کې د اوږدمهاله موخو له پاره له ترهګرو ډلو سره د اړیکو رغونه او د سرکښو او سازمان شویو کړیو له منځه وړل و. د ایمن الظواهري او د القاعدې د یو شمیر نورو مشرانو پټنځایونو ښکاره کول او د هېواد په بېلا بېلو سیمو کې د سلفي فعالانو وژل، ددې همکاریو یوه برخه وه.
ددوحې وروستۍ خبرې اترې د همدې له پاره وې چې سیا سازمان ته طالبان د خپلو یو کلنو کړنو د راپور وړاندې کولو ترڅنګ، هغوی ته په ډاګه کړي چې دوی خپله کورنۍ دنده په سم ډول ترسره کړې ده. دغه راز له ایران، روسیې او چین سره یې محتاطانه اړیکي چې په انګلیسي کې ورته احمق جوړول وايي، وروسته یا ژر به دې هېوادونو ته د زیان اړولو وخت راورسېږي.
طالبان داسې تصور کوي چې که چېرې وتوانیږي په اوږد مهال کې د امریکا باور ترلاسه کړي، کولای شي خپل کورني سیالان له منځه یوسي او د ساده لوحو بهرنیو جنګیالیو په مدیریت سره به چې د نیابتي جګړو سون توکي دي، په هغه سوداګرۍ کې چې پاکستان له څلورو لسیز راپه دېخوا پیل کړې ده، شریک شي. پاکستان به تر هغه چې دا پروګرام له دوی سره په همغږۍ کې مخته ځي، له دې نارسمي شراکت سره به ستونزه ونه لري او امریکا ته د باجوه سفر هم په همدې موخه ترسره شوی دی. البته امریکا دغه راز د ټولګډون دولت جوړېدو اړتیا تکراروي.
امریکايي ساستوال به د خپل هېواد د عمومي افکارو په ځانګړي ډول د بشري حقونو او ښځو حقونو د مدافعانو ډلې له راولاړو شویو محدودو خنډونو سره مخ شي؛ ځکه له یوې ترهګرې ډلې سره همکاري د دموکراتیک نظام د رسیمي ارزښتونو خلاف او د زرګونو سرتیرو له وینو سره خیانت بلل کېږي چې د همدې ډلې له لوري وژل شوي دي. طالب مشران به هم په خپلو لیکو کې له محدودو خنډونو سره مخ شي؛ ځکه له هغه چا سره همکاري چې ۲۰کلنې ویجاړونکې جګړې ته یې له هغو سره د دښمنۍ پر بنسټ مشروعیت وربښلی و، دا ډله به د خپلو ایډیالوژیکو جنګیالیو په نظر کې د ازادي بښونکي سازمان پر ځای هغه د سیا سازمان د مزدورې ډلې کچې ته راټیټه کړي.
دا دوه خنډونه به ددې لامل وګرځي چې د رسنیز شعار او ویناوو په کچه به دواړه لوري یو پر بل نیوکه کوي او په دې نمایشي نیوکو سره به د احمق جوړولو پروګرام پرته له دې چې نورو هېوادونو ته د دښمنۍ له پاره بهانه په لاس ورشي، پرمخ بوځي. البته طالبان به له امریکا څخه د میلیاردونو ډالرو په ترلاسه کولو او د خپل بنسټ له ټینګولو وروسته دې هېوادونو ته مخه کړي او د دوی ته به د دوی د سیاسي احماقت سزا ورکړي. خو افغانستان به دغه راز د اوږدې مودې له پاره د خونړیو لانجو ډګر وي، پوهان به یې له هېواد لرې او راتلونکي نسلونه به له ویرونکو خوبونو سره لاس او ګریوان وي.