د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په غونډه کې د یو شمېر هېوادونو استازو په افغانستان کې د طالبانو له لوري د نجونو د زده کړو پر بندېدو او د ښځو پر وړاندې لګول شویو سختو بندیزونو نیوکه وکړه. په دې غونډه کې د جرمني د حکومت استازې طالبان د افغان ښځو او نجونو له حقونو نه د ښکاره سرغړونې مسوول وبلل او پر دغې ډلې يې د بنديزونو د لګولو خبر ورکړ. د ناروې د حکومت استازي هم په ډاګه کړه، چې هېواد یې د ښځو او نجونو د حقونو او په ټوله نړۍ په ځانګړې توګه افغانستان او ایران کې د بشري حقونو د مدافعینو د زړورتیا ملاتړ کوي. د سعودي عربستان د بشري حقونو د کمېسیون مشرې هم له طالبانو وغوښتل چې د ښځو په اړه پر خپلو پرېکړو له سره غور وکړي. خو طالبان د افغانو ښځو په اړه د هېوادونو اندېښنې بې بنسټه بولي او وايي چې د افغاني کلتور او اسلامي قوانینو له مخې، د ښځو حقونو ته ژمن دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ۵۲مه غونډه د سه شنبې په ورځ د کب پر نهمه د فرانسې په جينوا کې جوړه شوه. په دې غونډه کې د یو شمېر هېوادونو استازو له کار او زده کړو نه د افغان ښځو او نجونو د محرومیت په اړه خپله غوسه څرګنده کړه. په دې غونډه کې د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بایربوک له افغانو ښځو سره د طالبانو چلند «وحشیانه» وباله او پر هغو طالبانو یې د بندیزونو لګولو خبر ورکړ، چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو حقونه تر پښو لاندې کوي. هغې زیاته کړه: «هغه څه چې موږ یې شاهدان یو، د بشري حقونو تر ټولو وحشیانه او سیسټماټیکې سرغړونې دي چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې تصور کېدای شي.» هغې خبرداری ورکړ: «دا کړنې باید پایلې ولري، له همدې امله موږ په اروپايي ټولنه کې د طالبانو په رژیم کې پر هغو کسانو د سختو بندیزونو په لګولو سره فشار راولو چې د ښځو له حقونو نه د دې ښکاره سرغړونې مسوول دي.
د ناروې او سعودي عربستان هېوادونو هم د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په ۵۲مه غونډه کې په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو د بندیز په اړه اندېښنه وښوده او ویې ویل چې د افغان ښځو او نجونو ملاتړ کوي. په دې غونډه کې د ناروې د بهرنیو چارو وزیرې انکلین هویټفیلډ وویل چې هېواد یې د ښځو او نجونو د حقونو او په ټوله نړۍ په ځانګړې توګه په افغانستان او ایران کې د بشري حقونو د مدافعینو د زړورتیا ملاتړ کوي.
په دې غونده کې د سعودي عربستان د بشري حقونو د کمېسیون مشرې هلا مزیاد التویجری هم له طالبانو غوښتي چې د ښځو په اړه پر خپلې پرېکړې له سره غور وکړي. د سعودي عربستان د بشري حقونو د کمېسیون مشرې ویلي دي: «د افغانستان د سرپرست حکومت د هغې پرېکړې په اړه چې افغانې ښځې یې د لوړو زده کړو له حقه بې برخې دي، زما هیواد (سعودي عربستان) لېوالتیا او هیله لري چې سرپرست حکومت پر خپلې پرېکړې بیا کتنه وکړي او ښځو ته اجازه ورکړي چې حقونه یې له کوم تبعیض پرته تامین شي»
په ورته وخت کې په دې غونډه کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوترش د افغانستان په ګډون په یو شمېر هېوادونو کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه اندېښمنوونکو راپورونو ته په نغوتې سره په ټوله نړۍ کې د بشري حقونو پر اهمیت ټينګار کړی دی.
طالبانو اعلان کړی دی چې په افغانستان کې د ښځو حقونه د «اسلامي قوانینو» پر بنسټ خوندي دي او نور هېوادونه باید په دې اړه اندېښنه ونه لري. د طالبانو د ویاند مرستیال بلال کریمي رسنیو ته په یوه ویډیویي پیغام کې ویلي: «زموږ د هېواد د کورنیو چارو په برخه کې اسلامي امارت د اسلامي اصولو او دغه راز د افغانستان د خلکو له عقایدو سره سم د هېواد چارې تنظیموي او هېڅ هېواد باید په دې اړه اندیښنه ونه لري.»
بل خوا، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق پر ټوېټر لیکلي چې د اسلامي همکاریو د سازمان عمومي منشي حسین ابراهیم طاها د دغه سازمان له سفیرانو سره د کتنې پر مهال د ښځو د کار او زده کړو د منعه کېدو په تړاو د طالبانو د مشر وروستي فرمانونه د اسلام د لارښوونو خلاف بللي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ۵۲مه غونډه د بېلابېلو هېوادونو د استازو په حضور سره د فرانسې په جینوا ښار کې جوړه شوه او ټاکل شوې چې تر شپږو اوونیو به روانه وي. د خپرو شويو رپوټونو له مخې، په دې غونډه کې به د هېوادونو او ملګرو ملتونو چارواکي د ایرانیانو د اعتراضونو، د افغانستان د کړکېچن وضعيت او د اوکراين او روسیې د جګړې په ګډون د نړۍ د مهمو مسايلو په اړه بحث او خپل نظرونه تبادله کړي.
د يادونې وړ ده، چې طالبانو پر افغانستان په واکمنېدو سره په هېواد کې د ښځو پر وړاندې سخت بنديزونه لګولي او په دې برخه کې د نړۍوالې ټولنې فشارونو تر اوسه کومه د پام وړ مثبته پايله نه ده لرلې. د طالبانو له لوري په صادر شويو فرمانونو کې ښځې د زده کړو له حقه، د کار کولو له حقه، د جامو انتخابولو له حقه، د سفر کولو له حقه، تفریحي پارکونو او عمومي حمامونو ته د تګ او نورو ډېرو بنسټیزو حقونو نه بې برخې شوې دي. په دې وروستیو کې د بشري حقونو د څار بنسټ د ښځو د حقونو د څارنې د څانګې مرستیالې هیډر بار ویلي، چې نړۍ په افغانستان کې د ښځو د حقونو ناورین ته په ځواب ویلو کې ناکامه شوې ده.
له بلې خوا نړۍوالې ټولنې له طالبانو سره پر تعامل ولاړ چلند کړی او هڅه کوي چې د بشري حقونو مسایل د خبرو له لارې حل کړي. خو طالبانو د افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو پر وړاندې په خپلو سختو سیاستونو کې کوم نرمښت نه دی راوستی.