د بشري حقونو د څار سازمان ویلي، د بنګلهدېش حکومت د اپوزیسیون ګوندونو پر وړاندې تاوتریخوالی پیل کړی ترڅو له ټولټاکنو مخکې «سیالي له منځه» یوسي.
د فرانسې خبري اژانس د راپور پر بنسټ، د بشري حقونو د څار سازمان د دوشنبې ورځ، د نوامبر په ۲۷مه یو راپور خپور کړ چې ویلي دي، د بنګلهدېش حکومت تر اوسه په هغه هېواد کې شاوخوا ۱۰ زره سیاسي فعالان نیولي دي.
ډېری هغه سیاسي فعالان نیول شوي چې د بنګلهدېش ملتپال غورځنګ سره تړاو لري او یو شمېر یې له تورونو سره هم مخ دي.
په همدې حال کې د بنګلهدېش ملتپال ګوند ادعا کړې چې د روان کال له اکټوبر راهیسې د یاد ګوند ۱۶ زره او۶۲۵ غړي د دغه هېواد د حکومت له خوا نیول شوي دي.
په نیول شویو کسانو کې د ملتپال ګوند مشر میرزا فخرالاسلام علمګیر هم شامل دی.
څارنوالانو او مدافع وکیلانو ویلي چې په تېرو دوو اونیو کې د بنګلهدیش د ملتپال ګوند ۵۲۶ غړي په بند محکوم شوي دي. ډیری یې په «غایبو محکمو» کې په سزا محکوم شوي دي.
د بنګلهدېش د بشري حقونو څاروونکو د ملتپال ګوند له قوله ویلي چې د دوی شاوخوا ۵۰ سلنه غړي د «ازار او ځورنې» سره چې سیاسي انګیزه لري، مخ دي.
د سویلي اسیا دغه هېواد چې شاوخوا ۱۷۰ میلیونه نفوس لري، ټاکل شوې چې د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ په ۷مه په کې ټولټاکنې وشي.
د بنګله دېش اوسنۍ لومړۍ وزیره شیخ حسینه هڅه کوي چې د څلورم ځل لپاره د خپل هېواد د صدراعظمې په توګه پاتې شي.