۸صبح، تخار: په تخار کې سیمهییزې سرچینې وايي چې د طالبانو استخباراتو د دغه ولایت په مرکز تالقان کې د پخواني حکومت یو پوځي نیولی دی.
سرچینو چهارشنبه د غويي پر ۱۹مه منلې چې طالبانو دا پخوانی پوځي له تېرو درېیو ورځو راهیسې نیولی او تر شکنجې لاندې دی.
دا کس فریدون نومېږي او په تخار کې د پخواني حکومت د ملي امنیت یو سرتېری و.
فریدون د تالقان ښار اصلي اوسېدونکی دی او د مخکیني حکومت له پرځېدو وروسته یې ازاد کاروبار کاوه.
تراوسه طالبانو په دې اړه څه ویلي نه دي.
طالبانو په هېواد کې د خپلې ټولبښنې خلاف، د پخواني حکومت د یو شمېر پوځيانو نیولو او ربړولو ته دوام ورکړی دی.
تازه یې د سرپل کوهستانات ولسوالۍ په ګرزیوان کلي کې د پخواني حکومت د محلي پولیسو څلور غړي نیولي دي.
تر اوسه د دغو کسانو برخلیک څرګند نه دی.