۸صبح، کابل: د بشر حقونو د څار بنسټ ویلي، چې طالبانو پر افغانستان تر ولکې وروسته په ننګرهار او کونړ ولایتونو کې تر ۱۰۰ زیات کسان په صحرايي محاکمو کې عدام کړي دي.
د بشر حقونو د څار بنسټ د چنګاښ پر ۱۶ په یوه تفصیلي راپور کې لیکلي، چې طالبانو د ۲۰۲۱ د اګسټ له ۱۵ وروسته د هېواد په ختيځ کې د کورونو د پلټنې او شپنیو عملیاتو په لړ کې، د هغو کورنیو غړي چې داعش وسله والو ته په پناه ورکولو تورن وو، نیولي او صحرايي محاکمه کړي یې دي.
د بشر حقونو د څار بنسټ په راپور کې راغلي، چې طالبانو پر افغانستان تر ولکې وروسته، د ننګرهار په سلفي مېشتو سیمو کې د سلفیانو په وژلو لاس پورې کړی دی.
د بشر حقونو د څار بنسټ تایید کړې، چې د طالبانو تر حاکمیت وروسته په دغو ولایتونو کې له کانالونو تر ۱۰۰ زیات مړي موندل شوي دي.
د بشر حقونو د څار بنسټ د اسیا لویې وچې مرستیال پاتریشیان ګاسمن ویلي، چې له یوه سیمه ییز سازمان سره چې د امنیتي مسایلو په پار یې نوم نه دی اخیستل شوی، د ننګرهار د ډرونټې کانال تر کتنې وروسته موندلې چې تر ۱۰۰ زیات اجساد دغه کانال ته غورځول شوي دي.
ګاسمن ټینګار کړی، چې د داعش جنایتونه په افغانستان کې د طالبانو جنایات نه شي توجیه کولاي.
د بشر حقونو د څار بنسټ په راپور کې راغلي، چې په ننګرهار او کونړ ولایتونو کې يې تر ۱۰۰ زیاتو کسانو سره خبرې کړې دي.