۸صبح، کابل: ځینې سرچینې د بغلان له اندراب پل حصار ولسوالۍ څخه وايي، چې طالبانو یو ملکي وګړی په دغې ولسوالۍ کې وژلی دی.
سرچینو نن شنبه د غويي پر ۲۴ له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، چې طالبانو د ګل رحمن په نامه پنځه ورځې مخکې یو ملکي وګړی له ځان سره بیولی و.
د سرچینو په وینا، طالبانو دا کس د پل حصار ولسوالۍ یوې پوستې ته وړی و.
سرچینې وايي، چې طالبانو ګل رحمن ربړولی او له هغه يې د مقاومت جبهې د ځینو قوماندانانو پته غوښتله.
سرچینې زیاتوي، طالبانو نوموړی تر پنځو ورځو ربړونې وروسته، نن سهار ۴:۰۰ بجې د پل حصار ولسوالۍ په نوبهار چمن کې په مرمیو وویشته.
طالبانو تېره اوونۍ هم په دغې ولسوالۍ کې ۷ کسان په ډزو وژلي وو.
د طالبانو له خوا د ملکیانو پر وژلو پراخ غبرګونونه پارېدلي دي.
د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو سازمان ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنت په دغه هېواد کې د بشري حقونو د نقض په اړه اندېښنه ښوولې ده او ویلي یې دي، چې د ملکیانو د ربړونې ګڼ مستند غږیز او تصویري اسناد ورسېدلي دي. هغه په یوه ټويټ کې په ډاګه کړې، چې په بغلان، پنجشېر او تخار کې د طالبانو له خوا د ملکیانو د ربړونې او له دوی سره د بد چلن ګڼ راپورونه خپاره شوي دي.