۸صبح، کابل: سرچینې وایي، چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په اداره کې طالب مسوولانو د دې ادارې په نوي تشکیل کې کابو زر بستونه تنقیص کړي دي.
له دغې ادارې څخه سرچینې چهارشنبه د وږي پر درویشتمه ۸صبح ورځپاڼې ته وايي، چې دغه اقدام تر ډېره په «قومي انګېزه ترسره شوی» او «طالبان هڅه کوي د نویو بستونو په اعلان سره خپل کسان» په دغو ادارو کې ځای پر ځای کړي.
د دغې ادارې ګوښه شوي یو شمېر کارکوونکي وایي، چې طالبان حاضر نه دي د زمري میاشتې او د وږي میاشتې د شلو ورځو معاش ورکړي.
د هغه مکتوب له مخې، چې د ۸صبح لاس ته رسېدلی د طالبانو کابینې دغې ادارې ته امر کړی، چې په مرکز او ولایتونو کې دې د استادانو او کارکوونکو معاشونه د «ګومارنو تر بشپړېدو» وځنډوي.
اوس د دې ادارې ګوښه شوي کارکوونکي وایي سر له دې، چې د وږي میاشتې په ۲۰ ورځو کې پر خپلو دندو حاضر وو او د نشتون په صورت کې غیرحاضرېدل خو د دې ادارې مسوولان د هغوی د وروستیو دوو میاشتو معاش نه ورکوي.
له دې مخکې طالبانو په ډېری دولتي ادارو کې پر ډله ییزو ګوښه کولو، د خپلو کسانو ګومارلو او د مخکیني حکومت پر بدلولو لاس پورې کړی دی.