۸صبح، غزني: له غزني ولایته سیمهییزې سرچینې خبر ورکوي، چې د دغه ولایت د ښاروالۍ ریاست اته لوړپوړي مدیران د طالبانو د څارنې کمېسیون له خوا ګوښه شوي دي.
یوه باوري سرچینه شنبه د سلواغې پر لومړۍ نېټه وایي، چې په ګوښه شويو کارکوونکو کې د څلورو ناحیو مدیران، د عوایدو مدیر او د قراردادونو مدیر شامل دی.
سرچینې زیاته کړې، چې دغو کسانو د مخکیني حکومت له سقوط وروسته خپلو دندو ته دوام ورکاوه، تر دې چې نن (شنبه د سلواغې ۱) د طالبانو له خوا ګوښه او په کور شول.
سرچینې ټینګار کوي، چې دغه کمېسیون د دې ولایت د نورو ادارو د څېړنې بهیر هم پیل کړی او د مخکیني حکومت د پاتې نورو کسانو د ګوښه کولو احتمال هم شته دی.
طالبانو تر اوسه د دغو کسانو د ګوښه کولو په اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې موده مخکې هم د دې ولایت د پوهنې ریاست څو تنه کارکوونکي ګوښه او پر ځای یې د طالبانو کسان ګومارل شوي دي.