۸صبح، بدخشان: د هېواد له شمال ختیځ بدخشان څخه روغتیایی سرچینې وایي، چې په تېرو دوو میاشتو کې په دغه ولایت کې د کرونا څه باندې ۷۰۰ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
روغتیايي سرچینو نن دوشنبه (د غوایې په ۲۵مه) وویل چې په وروستیو میاشتو کې هلته د کرونا ویروس مثبتې پېښې زیاتې شوي دي.
د روان کال له پیله تر دې دمه د بدخشان په روغتیایي ادارو کې، د کرونا ۵ زره ۳۴۲ شکمنې پېښې ثبت شوي، چې له دې ډلې له ۳ زره ۷۷۳ مشکوکو کسانو نمونې اخیستل شوي دي.
ویل کېږي چې تر روغتیايي ازموینو وروسته ۶۹۶ کسان په کرونا اخته تشخیص شوي دي.
ویل شوي، چې په کرونا اخته کسانو کې ۳۵۸ نارینه او ۳۳۸ یې ښځې دي.
که څه هم په بدخشان کې روغتیايي سرچینې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو د زیاتوالي خبره کوي، خو ټینګار کوي چې تر اوسه په دې ناروغۍ د اخته کسانو مړینه نه ده ثبت شوې.
د مشکوکو او په کرونا د اخته کسانو ثبت شوي جزئيات ښيي چې زياتره پېښې د بدخشان په مرکز فيض اباد ښار او د بهارک، جرم، تشکان، درايم او اشکاشم ولسواليو اړوند دي.
که څه هم په هېواد کې د کرونا ناروغانو شمېر په بې ساري ډول کم شوی، خو تېر کال په بدخشان کې د کووېډ-۱۹ ته ورته ناروغۍ له امله، ۳۰ تنه مړه شوي و.
د کرونا ویروس یوه نړیواله وبا ده چې د لومړي ځل لپاره په چین کې، د ۲۰۱۹ زېږدیزکال په ډسمبر کې کشف شوه.
د راپورونو له مخې، تر دې دمه د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې، شاوخوا ۱۵ میلیونه کسان د کرونا له امله مړه شوي او میلیونونه نور پرې اخته شوي دي.