۸صبح، کابل: مشهورې ترکۍ لیکوالې الیف شافاک په افغانستان کې د مېرمنو د اعتراضونو پر ځپلو او په دې اړه د نړۍ پر چوپتیا نیوکه کړې ده.
د «ملت عشق» لیکوالې د یکشنبې په ورځ د سلواغې په درېيمه نېټه ویلي چې په افغانستان کې ښځینه اعتراض کوونکې له تاوتریخوالي سره مخ کېږي او د دوی د اعتراضونو د درولو لپاره له برېښنايي وسایلو او د مرچو له سپرې کار اخیستل کېږي.
هغې په کابل کې د تاوتریخوالي او معترضینو د نیولو په وړاندې د نړۍ پر کړنو په نیوکې سره ویلي: «د نړیوالو رسنیو چوپتیا زړه بوږنوونکې ده.»
مشهورې ترکۍ لیکوالې الیف شافاک په داسې حال کې دا نیوکه مطرح کړې چې په دې وروستیو کې ادعا کېږي، لږترلږه دوې ښځینه اعتراض کوونکې د اعتراضونو پر مهال د طالبانو له خوا نیول شوې دي.