۸صبح، کابل: د امریکا او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه ناسته کې د ترهګرۍ پروړاندې د واشنګټن او اسلام اباد پر نږدې همکارۍ ټینګار کړی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن له خپل پاکستاني سیال بلاول بوټو زرداري سره دوشنبه د تلې پر څلورمه په واشنګټن کې کتلي او خبرې اترې یې کړي دي.
په دغه لیدنه کې دواړو لوریو ویلي، چې د افغانانو له لومړنيو حقونه په ځانګړې توګه له نجونو او ښځو ملاتړ کوي او په دې برخه کې به دوو اړخیزو همکاریو ته دوام ورکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې، چې د سې شنبې پر ورځ خپره شوې راغلي: «موږ خپل اختلافونه لرلي؛ خو یو ګډ هدف لرو، چې د افغانستان او ټولې سیمې لپاره باثباته، لا سوله ییز او ازاد راتلونکی دی.»
د ویلو ده، چې پاکستان کې مذهبي ازادۍ او د اقتصادي مرستو راټولول د امریکا او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ د بحث نورې موضوعګانې وې.