د امریکا د بهرنیو چارو وزارت «د افغان ښځو اقتصادي ځواکمنتیا ایتلاف» تر سرلیک لاندې غونډه جوړه کړې وه. په دې غونډه کې د افغان ښځو او نجونو لپاره د پانګونې پر ستراتېژیو، ځواکمنتیا او زدهکړو خبرې اترې شوې دي. په دې ناسته کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر زدهکړو ته د افغان مېرمنو ليوالتیا ستایلې او ویلي دي چې طالبانو د افغانانو د هیلو او غوښتنو خلاف د نجونو او ښځو پر وړاندې د زدهکړو او کار بندیز ته دوام ورکړی دی. نوموړي ټينګار کړی چې طالبان معترضان ځپي او بنسټيز حقونه یې ترپښو لاندې کوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په خبره، نظرپوښتنې ښيي چې له ۸۵ سلنه ډېر افغانان باوري دي چې ښځې هم زدهکړو ته د مساوي لاسرسي حق لري. د نوموړي په خبره، په افغانستان کې د امریکا پر وړاندې ډېرې ننګونې پرتې دي. دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په څه باندې دوو کلونو کې د نجونو او ښځو د محدودولو په موخه لسګونه فرمانونه صادر کړي چې له امله یې هغوی له ټولنې ګوښې شوې دي. د بېلابېلو راپورونو په حواله، له زدهکړو او کار څخه د ښځو او نجونو راګرځولو له کبله په افغانستان کې د جبري او کم عمره ودونو په کچه کې ډېروالی راغلی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې دغه وزارت او بوسټون پوهنتون په ګډه د افغان مېرمنو اقتصادي ځواکمنولو په نوم غونډه رابللې وه. په دې ناسته کې (AWER) خصوصي سکټور، مدني ټولنې، د بوسټون پوهنتون او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د وروستیو پلانونو د شریکولو او زدهکړو او کار ته د افغان ښځو د لاسرسي پر ګډو موخو خبرې اترې شوې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په دې غونډه کې ویلي چې په افغانستان کې د امریکا پر وړاندې ډېرې ننګونې پرتې دي. نوموړي دا ناسته د افغان مېرمنو لپاره په تیاره کې یوه رڼا بللې چې د ځلېدو په حال کې ده. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي د دغه نوښت بنسټيزه موخه، په افغانستان کې د ښځو اقتصادي ځواکمنول دي. د نوموړي په خبره، دا پروګرام له هغو ښځو او نجونو سره چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ژوند کوي او هغه چې له هېواده وتلې دي، مرسته کوي څو خپلې وړتیاوې او مسلک پیاوړی کړي.
ښاغلي بلینکن له زدهکړو او کار څخه د نجونو او ښځو په راګرځولو نیوکه کړې او زیاته کړې ده چې طالبانو په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو لړۍ ته دوام ورکړی دی. نوموړي ټينګار کړی چې طالبان معترضان ځپي او د هغوی بنسټيز حقونه تر پښو لاندې کوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې چې د طالبانو کړنې د افغانانو د غوښتنو او هیلو خلاف دي. د نوموړي په خبره، نظرپوښتنې ښيي چې له ۸۵ سلنه ډېر افغانان زدهکړو ته د ښځو او نارینهوو د برابر لاسرسي غوښتونکي دي. هغه زیاته کړې چې د طالبانو محدودیتونو له کبله د افغانستان وړتیاوې ځپلي او ښځې نه شي کولای د خپلو کورنیو دسترخوان ته ډوډۍ برابره کړي. د نوموړي په وینا، د طالبانو دا چاره د ټولنې غوړېدو او پایېدونکې سولې مخه هم ډب کړې ده.
ښاغلي بلینکن زدهکړو ته د افغان مېرمنو لیوالتیا ستایلې او ټينګاریې کړی چې ښځې باید زدهکړو ته لاسرسی ولري. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې نړۍ د افغان ښځو او نجونو ترڅنګ ولاړه ده او په وینا یې، د هغوی حقونو او پرمختګ لپاره ګډ کار کوي. نوموړي ویلي چې له اسیا، اروپا او امریکا څخه له ۷۰ ډېرو هېوادونو په یوې ګډې ویناپاڼه کې غوښتنه وکړه چې د ښځو لپاره دې ماناداره ګامونه پورته شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د افغان ښځو د اقتصادي ځواکمنتیا ایتلاف په غونډه کې وویل چې افغان ښځې د طالبانو له کلکو بندیزونو سربېره هم زدهکړو او کار ته هوډمنې دي او په خبره یې، دا لیوالتیا د ستایلو ده.
انتوني بلینکن وویل چې د افغان ښځو د اقتصادي مقاومت ایتلاف له ځينو نورو دخېلو سازمانونو سره یو ځای د افغان ښځو او نجونو د تعلیم، کار او نورو پرمختګونو په موخه درې پروګرامونه په پام کې لري. د نوموړي په خبره، د دغه پروګرام لومړی موخه په انلاین ډول نجونو او ښځو ته د زدهکړو برابرول دي او دویمه موخه، ښځو او نجونو لپاره د تحصیلي بورسونو ورکول دي. دغه راز د نوموړي په خبره، د دغه پروګرام دریمه موخه بیا له متشبثینو سره د ښځو نښلول دي.
ورته مهال، د افغان ښځو او بشري حقونو په برخه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري هم په دې غونډه کې وینا کړې ده. مېرمن امیري ټينګار کړی چې په افغانستان کې ښځې مرستو ته اړتیا لري او په خبره يې، هغوی نه خوښېوي چې د قربانۍ په سترګه ورته وکتل شي. نوموړې زیاته کړې چې په افغانستان کې ښځې له نړیوالې ټولنې غواړي چې د خپلو حقونو په ترلاسي کې یې لاسنیوی وکړي.
د افغان ښځو او بشري حقونو په برخه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې له ګډونوالو غوښتي وانګېري چې ښځې څنګه له مخامخو خنډونو سره مبارزه کوي. هغې ویلي چې د افغان مېرمنو او نجونو نوښتونو، ثبات او هڅو ته دې پاملرنه وشي. نوموړې زیاته کړې: «افغان مېرمنې غواړي چې موږ یې مبارزه درک کړو او د هغوی مقاومت ته پام وکړو.»
دا غونډه داسې مهال جوړه شوې چې له دې یوه ورځ وړاندې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ۱۱ غړو هېوادونو په یوې ګډې ویناپاڼه کې په افغانستان کې د نجونو او ښځو پر وړاندې جنسیتي تبعیض او سمبالونکی زورزیاتی غندلی دی. هغوی په خپله ګډه ویناپاڼه کې ویلي چې طالبان دې له بشري حقونو په سرغړاوي او د «ښځو پر وړاندې د جنایت» ځوابویونکي وي.
له دې وړاندې د افغانستان بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي پلټونکي دفتر(سیګار) د ملګرو ملتونو د بشردوستانه شریکانو په حواله راپور ورکړی و چې په افغانستان د اقتصادي فشارونو له کبله جبري او په واړه عمر کې ودونه ډېر شوې دي. سیګار ویلي چې د ملګرو ملتونو د راپور پر بنسټ، په افغانستان کې ښځې او نجونې له وخت وړاندې ودونو، د ماشومانو کار، تاوتریخوالي، استثمار او ناوړه جنسي ګټې اخیستنې سره مخې دي.
سیګار د روان کال جنورۍ په راپور کې کاږي: «د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه اټکل کوي چې ۲۸،۷ سلنه نجونو تر ۱۸ کلنۍ کم عمر کې واده کړی او ۹ سلنه نجونې تر ۱۵ کلنۍ کم عمر لري. د ملګرو ملتونو بشردوستانه شریکان راپور ورکوي چې د اقتصادي فشارونو په ځواب کې په ماشومانو کې د اجباري ودونو کچه مخ په ډېرېدو ده.»
دغه راز په افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي د ۲۰۲۳ کال په جون کې راپور ورکړ چې «له افغانستان پرته د نړۍ په هېڅ ځای کې د ښځو او نجونو پر حقونو په پراخه، سمبالونکې او هر اړخیز ډول برید شوی نه دی.»
ملګرو ملتونو په خپلو بېلابېلو راپورونو کې ویلي چې طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو وروسته له ۱۰۰ ډېر فرمانونه صادر کړي چې په پراخه ډول د ښځو حقونه، زدهکړو او کار ته لاسرسی، تګ راتګ او په ټولنه کې یې حضور محدودوي.
طالبانو د تېرو دوو میاشتو په اوږدو کې په کابل او ځينو نورو ولایتونو کې په پراخه ډول ښځې او نجونې د خپل پام وړ حجاب د نه مراعاتولو په پلمه په خپلسري ډول توقیف کړې دي.
د طالبانو له خوا د ښځو د خپلسري نیولو د ګڼو راپورونو له خپرېدو وروسته د ملګرو ملتونو کارپوهانو د طالبانو له خوا د خپلسرو نیول کېدو د پای ته رسېدو غوښتنه کړې ده. دوی په یوه ویناپاڼه کې ویلي: «موږ له طالبانو غواړو چې د حجاب د سختو قوانینو پر بنسټ د ښځو او نجونو پر ازادۍ ټول خپلسري محدودیتونه ودروي او ټولې هغه ښځې او نجونې چې په دې خاطر بندیانې دي، ژر تر ژره خوشې کړي.»
پر ښځو او نجونو د طالبانو پراخو محدودیتونو له کبله، نجونې او ښځې له ډېرو ننګونو سره مخ شوې دي. وروسته له دې چې دغې ډلې نجونې او ښځې له خپلو ټولو بشري حقونو بې برخې او کور ناستې کړې، په هېواد کې د «نجونو د پلورلو، جبري او کم عمره ودونو» کچه ډېره شوې ده.
د يادونې ده چې طالبانو يوازې تېره اوونۍ د وژنې په تور درې کسان په عام محضر کې اعدام کړل، داسې کړنه چې د پراخې نړیوالې او بشري حقونو بنسټونو غوصه یې راوپاروله. پر دې سربېره، طالبانو په دې وروستیو کې منیژه صدیقي چې د اعتراض کوونکو مېرمنو له ډلې یوه ده، د ملا هبتالله د عکس د سوځولو په تور په دوه کاله بند محکومه کړې ده.