د هرات په حوزوي روغتون کې چارواکي مني چې په دغه ولایت کې د تنفسي ناروغیو کچه ډېره شوې ده. د هغوی په خبره، هره ورځ حوزوي روغتون ته په تنفسي ناروغیو اخته لسګونه کسان ورځي چې یو شمېر یې بستر کېږي.
د هرات د حوزوي روغتون د عمومي داخلې څانګې مسوول داوود هاشمي وايي چې حوزوي روغتون ته د روان کال په مرغومې میاشت کې د ورځې له ۳۰۰ تر ۳۵۰ کسانو مراجعه کوله چې ۲۵ سلنه یې په تنفسي ناروغیو اخته و.
د هرات د حوزوي روغتون د عمومي داخلې څانګې مسوول زیاتوي: «شاوخوا ۲۵ سلنه د تنفسي ناروغیو پېښې جوړوي. په مرغومي میاشت کې هغه شمېرې چې موږ ته رسېدلي، یو زر او ۵۰۴ بستري ناروغان مو لرل چې شاوخوا ۳۸۶ پېښې یې د تنفسي ناروغیو وې.»
ښاغلی هاشمي د دې ناروغیو لامل وچوبه او د هوا ککړتیا بولي. نوموړی وايي: «د هوا ککړتیا په ځانګړي ډول کله چې موږ وایو د هوا ککړتیا ښايي په دوړو او خاورو کې وي، په دې موادو کې د کارخونو سونتونکي یا ګازونه هم راځي.»
د هرات اوسېدونکي هم د تنفسي ناروغیو له زیاتوالي اندېښمن دي. هغوی وايي چې د پرلپسې وچکالۍ او دوړو او خاورو په ډېرېدو، تنفسي ناروغي هم زیاته شوې ده.
عبدالرحیم د کشک رباطسنګي ولسوالۍ اوسېدونکی د خپلې تنفسي ناروغۍ د درملنې لپاره حوزوي روغتون ته راغلی دی. نوموړی وايي: «سږکال زموږ په سیمه کې ډېرې دوړې دي، وچوبه هم ده او واروه او باران هم ونه ورېد. که اوونۍ کې یوه ورځ دوړې نه وي، نورې ورځې دومداره دوړې بادېږي. نفستنګۍ ډېر وځورولم. روغتون ته راغلم، ډاکتر وايي چې باید څو شپې بستر شې.»
شېراحمد د هرات ښار د کندهار دروازې اوسېدونکی دی. نوموړی هم د تنفسي ناروغۍ له کبله په حوزوي روغتون کې بستر دی. هغه له ۸صبح ورځپاڼې سره خبرو کې وویل: «خاورې او دوړې ډېرې بادېږي، اوس چې ژمی دی په کورونو کې هم بخارۍ لګېږي او هر څه ته اور اچوي او هغه څه چې خلک یې ډېر اندېښمن او ناروغان کړي، حمامونه دي چې ډېر ککړ لوګي ترې راوځي او څومره مو چې وویل چا پام ونه کړ. دوه درې وارې ډاکتر ته لاړم، ویل یې چې باید له ککړې هوا ځان وساتې، وروسته یې حالت راته ډېر خراب کړ او راغلم روغتون ته. درې شپې کېږي بستر یم.»
د هرات د حوزوي روغتون او د دغه ولایت اوسېدونکي داسې مهال د تنفسي ناروغیو له ډېرېدو اندېښمن دي چې د روان کال په جنورۍ میاشت کې د روغتیا د نړیوال سازمان د شمېرو له مخې، په افغانستان کې ۳۸۳ کسانو د تنفسي ناروغیو له کبله ژوند بایللی دی.
د روغتیا د نړیوال سازمان راپور چې یکشنبه د سلواغې پر ۱۵مه خپور شوی پکې راغلي چې په افغانستان کې د دې میاشتې په دوو اوونیو کې ۸۴ زره کسان په تنفسي ناروغیو اخته شوي دي.
په راپور کې راغلي چې د روان میلادي کال د جنورۍ له لومړۍ څخه تر ۲۷مې نېټې پورې په افغانستان کې د شدیدې تنفسي ناروغیو ۱۶۰ زره ۷۵۶ پېښې ثبت شوې چې له کبله یې په ۳۴ ولایتونو کې ۳۸۳ کسان ترې مړه شوي دي.
د یاد سازمان د تازه شمېرو له مخې، په افغانستان کې د سختې تنفسی ناروغۍ ثبت شوې اوسنۍ پېښې د 2020 څخه تر 2022 پورې د ورته وخت په پرتله لوړې دی. د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، په دغو ناروغانو کې ۶۲،۹ سلنه یې له پنځو کلونو کم عمره ماشومان دي او په ټوله کې ۴۹،۳ سلنه بیا ښځې او نجونې دي.
د روغتیا د نړیوال سازمان د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې له یو میلیون او ۳۸۴ کسان په تنفسي ناروغیو اخته شوي چې ۵/۶۱ سلنه یې له پنځو کالو کم عمره ماشومان و. پر دې سربېره، په دې کال کې په ټول افغانستان کې دوه زره او ۷۹۸ کسان د تنفسی ناروغیو له امله مړه شوی دی.
دغه راز، نوموړي سازمان ویلي، شاوخوا ۹،۵ میلیونه افغانان په هغو سیمو کې ژوند کوی چې روغتیایی خدماتو ته لاسرسی نه لری.