د خیریه فعالیتونو زیاتوالی؛ د ننګرهار یتیمو او شاقه کاره ماشومانو ته خیاطي زده کوي

٨صبح – ننګرهار: که څه هم په افغانستان کې ګڼ خیریه بنسټونه او مرستندویې ادارې بې وزلو ته د خوراکي توکیو ترڅنګ د ځان بسیاینې په موخه د حرفوي زده کړو زمینه برابروي، خو په وروستیو کې د هېواد په ځېنو برخو؛ په ځانګړي ډول ننګرهار کې یو شمېر خیریه بنسټونو هغو ماشومانو ته چې د کورنۍ سرپرستان ترې جګړو اخېستي، د حرفوي زده کړو ځانګړي مرکزونه جوړ کړي.

تازه، د افغانستان د یتیم پالنې په نوم یوه خیریه بنسټ په ننګرهار کې هغو یتیمو ماشومانو ته، چې د کورنۍ سرپرست نه لري او په جلال آباد ښار کې په شاقه کارونو بوخت وو، د خیاطۍ زده کړې مرکز جوړ کړی.

د دغه بنسټ مسوولین وایي، په دې مرکز کې یې ۳۰ یتیم ماشومان روزنې ته کینولي، چې له پینځه میاشتنۍ روزنې وروسته به خپلې کورنۍ ته د نفقې ګټلو جوګه شي.

د یاد بنسټ مرستیال حنیف الله اخندزاده وایي یتیمو او بې سرپرسته ماشومانو ته د یادو زده کړو له ورکړې یې موخه د دوی پر ځان بسیاینه او له شاقه کارونو خوندیتوب دی.

اخندزاده زیاتوي: «مونږ په دې دوره کې ټول ۳۰ کسانو ته د خیاطۍ زده کړې ورکوو.دا دوره پینځه میاشتې ده او چې کله له دې مرکز فارغ شول بیا ورته د خیاطۍ مکمل سامان ورکوو، څو دوی په خپلو پښو ودرېږي او په ښار کې شاقه کارونه ونه کړي او بل چاته لاس ونه نیسي.»

د خیاطۍ زده کړې په دې مرکز کې پر زده کړو بوخت ماشومان پر دغه رامنځته شوي فرصت خوښ دي او د روښانه راتلونکي مسیر یې بولي.

۱۵ کلن زده کوونکی عبدالله «مستعار نوم» وایي، پلار یې د جمهوري نظام پرمهال د پوځ لیکو کې دنده کوله، چې کور ته د تلو پر وخت طالبانو وواژه.

دی وایي، د پلار له مړینې وروسته له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شول او دی اړ وت، چې د کورنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه په جلال آباد ښار کې شاقه کارونه وکړي.

نوموړي ٨ صبح ورځپاڼې ته وویل: «پلار مې عسکر وو، کور ته روان و، چې طالبانو شهید کړ. د پلار له شهادت وروسته راباندې سخت اقتصادي مشکلات راغلل. مجبور وم، چې درانه کارونه مې کړي وای. که مې نه کولای، خیر ټولونې ته کیناستم. اوس خوشاله یم، چې دلته خیریه بنسټ خیاطي را باندې زده کوي. غواړم خیاط او د کورنۍ ستونزې مې حل کړم.»

نوموړی پر نورو خیریه بنسټونو غږ وکړ، چې د نورو شاقه کاره یتیمو ماشومانو د اقتصادي ستونزو د حل او دایمي ځان بسیاینې په موخه د حرفوي زده کړو زمینه برابره کړي؛ څو دغه ماشومان پر خپل مټ د خپلو کورنیو اقتصادي اړتیاوې پوره کړي.

مستعار نومي عبدالله زیاته کړه: «یتیمان له سختو ستونزو سره مخ دي. د حرفوي زده کړو ترڅنګ باید په تعليمي برخه کې هم مرسته ورسره وشي..»

د افغانستان د یتیم پالنې خیریه بنسټ مرستیال وایي، د بهر مېشتو افغانانو په مالي ملاتړ یې یاد مرکز جوړ کړی او که مرستې ورسره ډېرې شي د زده کوونکو شمېر به لوړ کړي.

حنیف الله اخندزاده وویل: «مونږ په ډېرو کمو امکاناتو چې له بهرنیو هېوادونو راته خپل افغانان استوي دغه مرکز جوړ کړی. که مالي مرسته زیاته شي، د زده کوونکو شمېر به زیات کړو.»

٨ صبح ورځپاڼې هڅه وکړه، چې په جلال اباد ښار کې پر شاقه کارونو د بوختو یتیمو او بې سرپرسته ماشومانو د شمېر او ستونزو په اړه د ننګرهار د کار او ټولنیزو چارو ریاست لپاره د طالب واکمنانو نظر هم ولري، خو هغوی له نظر ورکولو ډډه وکړه.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره په هېواد کې بشري او اقتصادي ناورین پراخ او د امنیتي او دفاعي ځواکونو په ګډون د جمهوري نظام سلګونه زره منسوبین وزګار شوي دي.

ځایي خلک وایي، چې پر پخوانیو شاقه کاره او بې سرپرسته ماشومانو سربېره تر ډېره د همدغو منسوبینو ماشومان اوس له مجبورۍ پر شاقه کارانو زیات شوي.

ورته لیکنې

Back to top button