طالبان په تېرو شاوخوا دوه نیم کالو کې د میلیونونو ډالرو بشردوستانه مرستو سربېره هم په افغانستان کې د روغتیايي ناروین او بېوزلۍ په کابو کولو کې پاتې راغلي دي. په دې موده کې لوږې، بیکارۍ او ناروغۍ دوام موندلی دی. په دې ډله کې د غور اوسېدونکي بیا د بیکارۍ، بېوزلۍ او لوږې له کبله رامنځته کېدونکو ناروغیو تر پزې راوستي دي. د غور له ولایتي روغتونه رسېدلې شمېرې ښيي چې په دغه روغتون کې پر خوارځواکۍ اخته له درېیو تر څلورو ماشومان پر یوه کټ بستر دي.
په غور کې سرچینې وايي، په دغه ولایت کې خوارځواکۍ د روان لمریز کال په اوږدو کې د لسګونه ماشومانو ژوند اخیستی او سلګونه نور یې د مرګ له ګواښ سره مخ کړې دي.
ورته مهال بیا پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو کورنۍ وايي چې د لوږې، بېوزلۍ او بیکارۍ له امله نه دي توانېدلي خپلو ماشومانو ته اړتیا وړ خواړه برابر کړي. د هغوی په خبره، ماشومان یې د بېوزلۍ له کبله پر خوارځواکۍ اخته شوي او د سترګو پر وړاندې یې ساه ورکوي.
په غور کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست هم مني چې په دغه ولایت کې د لوږې او بېوزلۍ له کبله د خوارځواکو ماشومانو شمېر په ډېرېدو دی. د دغه ریاست په خبره، په روان لمریز کال کې زیات شمېر ماشومان د خوارځواکۍ له کبله مړه شوې دي.
د نوموړي ریاست له لوري د خپرو شویو شمېرو له مخې، روان کال د غور په ولایتي روغتون کې له ۷۰۰ ډېر خوارځواکي ماشومان بستر شوي چې له ډلې یې ۲۲ ساه ورکړې ده.
د غور د عامې روغتیا ریاست مرستیال عبدالاحمد نوري پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو د شمېر ډېرېدل مني او وايي: «د ۱۴۰۲ کال په ۹ میاشتو کې ۷۶۹ ماشومان بستر شوي چې له بده مرغه ۲۲ یې مړه شوي؛ خو تېر کال د بستر شویو شمېر ۶۹۰ او په پوره یو کال کې ۲۰ هغو یې ژوند بایللی دی.»
نوموړی زیاتوي: «له بده مرغه د تېر کال شمېرو په پرتله سږ کال د خوارځواکۍ پېښې ډېرې شوې دي.»
د غور د عامې روغتیا ریاست زیاته کړې چې له یو کال ډېره موده کېږی چې د دغه ولایت په ولایتي روغتون کې د خوارځواکۍ څانګې ملاتړ د یو بهرني بنسټ له لوري کېږي.
له بلې خوا هغه کورنۍ چې خپل ماشومان یې دغه روغتون ته د درملنې لپاره راوستي وايي چې د بېوزلۍ له کبله یې ماشومان خوارځواکي شوي دي. دا کورنۍ زیاتوي چې د غور ولایتي روغتون پر خوارځواکۍ اخته ماشومانو ته اړتیا وړ بسترونه نه لري او په خبره یې، پر یو کټ له درېيو تر څلورو ماشومان بستري دي.
حلیمې پر خوارځواکۍ خپل اخته ماشوم د غور ولایتي روغتون ته د درملنې لپاره رواستی دی. هغې له ۸صبح ورځپاڼې سره خبرو کې وویل: «ماشوم مې ډېر ضعیفه او ډنګر و، روغتون ته مې راوست، ډاکټر راته وویل چې د ماشوم حالت مو ډېر خراب دی او باید بستر شي.»
نوموړې زیاته کړه: «کور کې مو څه نه لرل، شپه او ورځ چای او سپوره ډوډۍ خورو. یوې مړۍ وچې ډوډۍ ته حیران یو، له نادارۍ مو ماشوم ناروغ شو. اوس مو چې ډاکټر ته راوستی، وايي حالت یې خراب او خوارځواکی دی.»
زینب د غور یوه بله اوسېدونکې ده چې پنځه ورځې کېږي خوارځواکی ماشوم یې په روغتون کې بستر دی. هغې هم د خپل ماشوم د ناروغۍ لامل بېوزلي وبلله. نوموړې زیاته کړه چې د ماشومانو د درملنې شرایط هم ښه نه دي او په خبره یې، پر هر کټ له دوو تر څلور ماشومان بستر دي.
زینب زیاتوي: «مېړه مې بزګري کوي، وچوبه ډېره شوې او له بزګرۍ هم نیمايي خرڅ نه راوځي. نادارۍ او د څه نه لرلو له کبله مو ماشوم خوارځواکی شو او پنځه شپې کېږي بستر دی، ډاکټران هم وايي چې د ماشوم وضعیت مو ښه نه دی.»
نوموړې وايي: «اوس کاشکې روغتون هم ښه ځای وای، تیار او روغ سړی هم چې راننوځي، مریض شي. بیا دا ماشومان بې له هغې هم ناروغان دي، پر هر کټ درې ماشومان بستر دي چې هر یو یې درې پاېوازان هم لري. له مجبورۍ او نادارۍ مو دلته راوست، که نه دلته ناروغ لا ناروغېږي. پر یو وخت په یوه کټ د یوه ناروغ پر ځای درې پراته دي.»
دا په داسې حال کې چې د روغتیا نړیوال سازمان د یو راپور په خپرولو ویلي چې په افغانستان کې د تېرې جنورۍ په وروستیو دوو اوونیو کې د تنفسي ناروغیو کچه زیاته شوې ده. د دغه بنسټ په راپور کې راغلي چې په دې موده کې نږدې ۸۴ زره کسان په تنفسي ناروغیو اخته شوي چې له ډلې یې ۳۸۳ کسانو ژوند بایللی دی.