د طالبانو تر واک لاندې افغانستان له بېلابېلو ناورینونو سره لاس او ګریوان دی. تازه د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د هغمږۍ دفتر (اوچا) په افغانستان کې له اړمنو سره د ځینو مرستندویه توکو د بندېدو خبرداری ورکړی دی. اوچا ویلي چې د اپریل او جون ترمنځ د سرپناه، روغتیايي او خوراکي توکو، تغذیې، ساتنې او پوهنې ځیني اړینې سرچینې د پرې کېدو له ګواښ سره مخ دي. له دې سره هممهاله، د ملګرو ملتونو خوراکي پروګرام ویلي چې د افغانستان نفوس شاوخوا ۴۰ میلیونه دی او د دغه هېواد یو په درېیمه برخه وګړي له لوږې سره مخ دي. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته میلیونونه وګړو خپلې دندې له لاسه ورکړې او په ډېرو برخو کې د ښځو پر کار او دندو بندیز ولګېد. بل پلوه، تازه د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت اعلان کړی چې د روان کال په اوږدو کې شاوخوا ۳۰۰ ښځو له دغه بنسټه د کار جوازونه اخیستی چې د هېواد نفوس په تناسب د هرو ۱۳۳ زرو کسانو له ډلې یوه ښځه په کار ګومارل شوې ده. ورته مهال، د ۸صبح ورځپاڼې موندنې ښيي چې طالبانو د ځان پړسولو لپاره د لوږو ځپلو ته دوام ورکړی دی.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، د ملګرو ملتونو په ګډون بېلابېلو نړیوالو بنسټونو ویلي چې دا هېواد د سیاسي ناورین سربېره د لوږې، بېروزګارۍ او روغتیا برخه کې هم له ګڼو ننګونو سره مخ دی. په تېرو نږدې درېیو کلونو کې هېڅ هېواد د طالبانو رژیم په رسمیت نه دی پېژندلی او نږدې ټول هېوادونه د ولس په خوښه د ټولګډونې حکومت جوړېدو غوښتنه کوي؛ هغه غوښتنه چې طالبانو پرلپسې رد کړې او غندلې ده.
تازه د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) خبرداری ورکړی چې ښايي په افغانستان کې له اړمنو سره د ځينو توکو مرسته بنده شي. اوچا ویلي چې د سرپناه، روغتیايي او خوراکي توکو، تغذیې، ساتنې او پوهنې ځیني اړینې سرچینې د پرې کېدو له ګواښ سره مخ دي.
اوچا د «حیاتي سرچینو» د پرې کېدو لامل د بودیجې کمی ښودلی دی. نوموړي بنسټ ټينګار کړی: «د ځینو توکو لپاره د محلي تدارکاتو په برخه کې ننګونې او د لیږد اوږد وخت ته په پام، اضافي بودیجه د لومړنیو تدارکاتو او کلیدي سرچینو د رسولو لپاره خورا اړینه ده.»
د اوچا په راپور کې راغلي چې د روان زېږدیز کال له اپريل څخه تر جون پورې د زدهکړو لپاره ۶.۹ میلیون ډالر، د غیرخوراکي توکو او بېړنۍ سرپناه لپاره ۱۲.۷ میلیون ډالر، د خوړو خوندیتوب او کرنیزې برخه کې ۵۴.۲ میلیون ډالر، د روغتیا لپاره ۹.۹ میلیون ډالر او د تغذیې لپاره ۳۶.۳ میلیون ډالرو ته اړتیا ده، څو په خبره یې، په هېواد کې د اړمنو اړتیاوې پرې پورې شي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر زیاته کړې چې په نورو برخو لکه له ماشومانو د ملاتړ، د څښلو پاکو اوبو، روغتیا او نورو برخو کې هم د بودیجې له کمي سره مخ دي. د اوچا د شمېرو په حواله، سږ میلادي کال کې به څه باندې نیمايي افغانان په یو ډول بشردوستانه مرستو ته اړ وي.
د اوچا په راپور کې ټينګار شوی چې په افغانستان کې د ټولو اړمنو له ډلې، د معلولیت لرونکو په ګډون شاوخوا ۱۷.۳ میلیونه زیانمنوونکي به د دغه بنسټ د مرستو تر پوښښ لاندې راشي.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې که د افغانستان نفوس ۱۰۰ کسان وي، ۴۷ یې د ژوندي پاتېدا لپاره بشري مرستو ته اړتیا لري. د نوموړي بنسټ په خبره، د افغانستان نفوس شاوخوا ۴۰ میلیونه دی او د دغه هېواد یو پر درېیمه برخه وګړي له لوږې سره مخ دي.
د یادونې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر او نړیوال خوراکي پروګرام داسې مهال له اړمنو سره د بشري مرستو د کمېدو خبره کوي چې له دې وړاندې په بشري مرستو کې د طالبانو د پراخې لاسوهنې په اړه راپورونه خپاره شوي دي.
د ۸صبح ورځپاڼې بېلابېل راپورونه ښيي چې طالبانو په ځينو ولایتونو کې بشري مرستې پر خپلو کسانو وېشلې دي. د ۸صبح ورځپاڼې د موندنو په حواله، د طالبانو غړي د اړمنو د نوملړ په چمتو کولو، د مرستې لوري په بدلولو او د ادارو د کارکوونکو په توګه د خپلو کسانو په ګومارلو کې لاس لري.
د یو نړیوال بنسټ یو جګپوړی کارکوونکی چې نه غواړي په راپور کې یې نوم ولیکل شي، ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې طالبانو له ټولو بشری مرستو خپله «برخه» غواړي. د نوموړي په خبره، تر هغو چې بنسټونه د طالبانو «برخه» ورنه کړي په وینا یې، د فعالیت اجازه نه ورکوي. هغه ټينګار کوي چې په بېلابېلو کچو کې له موسسو د طالبانو باج اخیستل روان دي او دا په افغانستان کې پر یوې معمولي چارې بدله شوې ده.
بل پلوه، پراخې بېروزګارۍ خلک اندېښمن کړي. پر افغانستان د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته یو شمېر واړه او لوی پانګوال له هېواده ووتل چې دا هم د زرګونو کسانو د بېروزګارۍ لامل شوی دی. د پخواني حکومت د پوځيانو او کارکوونکو د بېروزګاره کېدو ترڅنګ، په هېواد کې کاري بوختیاوې هم کمې شوې دي.
له دې سره هممهاله، طالبانو په دولتي او خصوصي بنسټونو کې د ښځو پر کار هم بندیز لګولی چې دې چارې سره میلیونونو کسانو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي او بشري مرستو ته د اړتیا کچه ډېره شوې ده. د طالبانو د امر له مخې، ښځې یوازې په ځينو محدودو برخو لکه روغتیا او پوهنې په برخه کې د کار اجازه لري.
تازه، د طالبانو تر کنټرول لاندې د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویلي چې هڅه کوي په هېواد کې نوي کاري فرصتونه رامنځته کړي. نوموړي بنسټ په هېواد کې د روان لمریز کال په اوږدو کې ۳۰۰ ښځو ته د کار جوازونو صادرېدل د یوې لاسته راوړنې په توګه یاد کړي.
ورته مهال، یو شمېر ښځې وايي چې که د افغانستان نفوس د نړیوال خوراکي پروګرام له خوا د ورکړل شویو شمېرو له مخې وشمېرل شي، په هېواد کې له هرو ۱۳۳ زرو وګړو څخه لږ تر لږه یوه مېرمن په کار بوخته ده.
په یوه دولتي بنسټ کې پخوانۍ کارکوونکې مهناز وايي: «له ۴۰ میلیونو وګړو څخه نږدې ۲۰ میلیونه یې مېرمنې دي. اوس تاسې ۳۰۰ ښځې وګورئ چې د کار جوازونه اخیستې دي او ۲۰ میلیونه وګورئ. پاتې نورې ښځې څه وکړي؟ دوی شرم نه لري که نه نو دا شمېره به یې د ۴۰ میلیونه وږو او بېوزلو لپاره د ویاړ په توګه نه یادوله.»
مېرمن مهناز زیاتوي چې زرګونه مېرمنې د بېلابېلو ناروغیو او رواني فشارونو سربېره د بېوزلۍ او بېروزګارۍ له امله له سخت کورني تاوتریخوالي سره مخ دي. د نوموړې په خبره، هغه مېرمنې او نجونې چې د کورنۍ سرپرستې وې اوس له ډېر کړاو سره مخ دي.
دا پخوانۍ حکومتي کارکوونکې وايي: «همدې ۳۰۰ ښځو چې د کار جواز اخیستی دی یا خیاطي کوي یا پیرکي پخوي او یا په نورو برخو کې یې کاري بوختیاوې رامنځته کړې دي. ګومان نه کوم چې ۱۰ مېرمنې دې هم په یو دولتي بنسټ لکه روغتیا او پوهنې برخه کې ګومارل شوې وي، که شوې هم وي ښايي له طالبانو سره تړلې وي یا یې پیسې ورکړې دي، که نه ښځې د طالبانو په رژیم کې ځای نه لري.»
طالبانو د امنیتي، سیاسي او اقتصادي اندېښنو له په پام کې نیولو پرته پر ښځو او نورو هغو کسانو چې د طالبانو له ایډیالوژۍ سره مخالف دي، بندیزونه زیات کړي دي. طالبانو ویلي چې د افغانستان د پرمختګ او هوساینې لپاره ستر اقتصادي پروګرامونه په پام کې لري، په داسې حال کې چې په تېرو څه کم درېیو کلونو کې یو شمېر کسانو د ولوږې او فقر له کبله خپل ماشومان پلورلي دي.