۸صبح، کابل: د ايران پولیسو د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې مشر سردار ايراج کاکاوند ویلي چې د دغې ادارې ځواکونو دوه وسلهوالې ډلې او د نشهيي توکو قاچاق وړونکي نيولي دي.
مهر خبري اژانس شنبه د غبرګولي پر ۱۲مه راپور ورکړی چې د قاچاق وړونکو دا دوه ډلې د تېرو میاشتو په پرلپسې عملیاتو کې د دغه هېواد په څو ولایتونو کې نیول شوې دي.
کاکاوند زياته کړې: «دغو دوو ډلو له افغانستانه هېواد ته دننه نشهيي توکي په وسلهواله توګه راواردول او د کویر له لارې یې نورو ولایتونو او هېوادونو ته لېږدول.»
دا ډلې چې اووه مهم غړي او ۳۷ اړیکې لري، د ایران په سیستان او بلوچستان ایالت کې د نشهيي توکو د یوه لوی قاچاق وړونکي تر څارنې لاندې یې فعالیت کاوه.
د ايران پوليسو د دغو عملياتو په ترڅ کې پنځه ټنه نشهيي توکي چې په کې اپين، شيشه، هيروين او صنعتي توکي شامل دي، اووه سپکې او درنې وسلې او ٣٠ موټر هم ترلاسه کړي دي.
ورته مهال د ایران پولیس د دغو نشهيي توکو د قاچاق شبکو تر شا د اصلي عنصر په لټه کې دي.
ايران په وار وار د طالبانو تر واک لاندې له افغانستانه د نشهيي توکو د قاچاق پر دوام اندېښنه ښودلې. که څه هم د ملګرو ملتونو په وروستي راپور کې په افغانستان کې د کوکنارو کښت او د نشهيي توکو په توليد کې کموالى راغلى دى.