د راپورونو په حواله، ایران په پاکستان کې د جیشالعدل پر دوو مرکزونو هوايي ګوزارونه کړې دي.
تسنیم خبري اژانس سهشنبه د جنورۍ پر ۱۶مه راپور ورکړی چې دا بریدونه د سپاه پاسداران له خوا د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو په وسیله شوې دي.
د راپور په حواله، له بریدونو وروسته د جیشالعدل دوه مرکزونه ویجاړ شوې دي.
تر اوسه پاکستاني لوري په دې اړه څه ویلي نه دي.
د دغه برید په اړه ډېر معلومات نه شته.
دا بریدونه اسلاماباد ته د افغانستان لپاره د ایران د ځانګړي استازي او سفیر حسن کاظمي قمي له سفر سره همماله شوې دي.
د یادونې وړ ده چې ایران پرون هم په عراق کې د امریکا کونسلګرۍ ته څېرمه په اربیل کې او د داعش پورې اړوند په ځينو موخو توغندیز بریدونه کړي و.
د عراق د بهرنیو چارو وزارت دغو بریدونو ته په غبرګون په بغداد کې د ایران د سفارت سرپرست الوالفضل عزیزي احضار کړی و.