۸صبح، کابل: د ایران د مخدره توکو پر ضد د مبارزې مرکزي دفتر مشر اسکندر مومني وايي چې په تېرو ۱۰ میاشتو کې په افغانستان کې د صنعتي مخدره توکو په ځانګړې توګه د «میتامفیتامین او شیشې» په تولید کې ۲۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
مومني له ايسنا خبري اژانس سره په مرکه کې چې سېشنبه، د کب پر ۱۵مه خپره شوې ویلي، ايران په افغانستان کې د نشهيي توکو کښت او توليد کې د کموالي نښې نه دي ليدلي.
د هغه په خبره، طالب چارواکو دغه هېواد ته د يوه سفر په ترڅ کې د نشهيي توکو د توليد او کښت د کموالي خبر ورکړی او ویلي یې دي: «اوس مهال نشهيي توکي په ګودامونو کې دي او د ګودامونو بشپړېدو سره، ممکن د نشهيي توکو په واردولو کې ٩٠ سلنه کموالى راشي.
ورته مهال، د ایران د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې ادارې مشر ټینګار کړی: «باید داسې نه وي چې له یوې خوا دودیز نشهيي توکي کمېږي او له بلې خوا صنعتي نشهيي توکي زیاتېږي، په افغانستان کې باید د نشهيي توکو له ټولو ډولونو سره مبارزه وشي.
په تېرو دوو کلونو کې طالبانو په وار وار ادعا کړې چې په هېواد کې د نشهيي توکو کښت، تولید او قاچاق د پام وړ کم شوی دی. دا ډله د نشهيي توکو د کښت کمول د خپلو لاسته راوړنو څخه یادوي.
بلخوا ایراني چارواکو ویلي چې دوی د نشهيي توکو د کمښت په تړاو د طالبانو ادعاوې نه مني او په افغانستان کې صنعتي نشهیي توکي د دغه هېواد او ټولې نړۍ لپاره د ګواښ زنګ دی.
ملګري ملتونه دا هم وايي چې له افغانستانه د صنعتي نشهيي توکو قاچاق په چټکۍ سره د پراخېدو په حال کې دی او د نشهيي توکو نړۍوال بازار ته بدلون ورکوي.