۸صبح، کابل: د ایران سرحدي چارواکو خبر ورکړی چې د دغه هېواد او افغانستان ترمنځ پر پوله د ملیک په بندر کې یې یو ټن او ۲۳۰ کیلو ګرامه نشهيي توکي کشف کړي دي
ایرنا خبري اژانس دوشنبه، د کب پر ۱۴مه د ایران پولهساتو ځواکونو د قومندانۍ له قوله راپور ورکړی چې د نشهیي توکو دغه ډک موټر د ابرېشم له پله د تېرېدو پر مهال نیول شوی دی.
د ایران د پوله ساتو قومندان احمد علي ګودرزي ویلي: «د ورېښمو په نړۍوال بندر کې مېشتو مامورینو د باروړوونکو موټرو د کنټرول په حال کې پر یوه باروړونکي موټر شکمن شوي او سمدستي یې تر پلټنې لاندې نیولی دی.»
د هغه په وينا، د «چرسو» دغه نشهیي توکي د موټر له کابین څخه کشف شوي او قاچاق وړونکى هم نيول شوى دى.
که څه هم ايراني رسنيو له نشهيي توکو بار د دغه موټر د لېږد اصلي ځاى نه دى ښودلی؛ خو اوس مهال افغانستان په سيمه کې د نشه يي توکو مرکز بلل کېږي.
څه موده وړاندې د ایران د اردبیل ولایت د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې د همغږۍ شورا منشي اکبر منتظري ویلي وو چې په افغانستان کې د نشهیي توکو تولید له دې سره مبارزه نوره هم ستونزمنه کړې ده.
د هغه په وينا، د روان کال په لومړيو شپږو مياشتو کې په دغه ولايت کې څه باندې یو زرو او ۵۰۰ کيلوګرامه بېلابېل نشهيي توکي کشف او نيول شوي دي.