۸صبح، فراه: په فراه کې سیمه ییزې سرچینې خبر ورکوي، چې د ایراني پوله ساتو په ډزو کې یو افغان ځوان وژل شوی دی.
سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي، چې دغه ځوان د چهارشنبې په شپه (د چنګاښ د میاشتې په ۱۴مه) هغه مهال د ایراني پوله ساتو له خوا په پشمکي پوله کې ووژل شو، چې غوښتل یې له څو نورو کسانو سره په غیر قانوني توګه ایران ته واوړي.
سرچينو که څه هم په دې ډزو کې د څو نورو ځوانانو د ټپي کېدو پخلى کوي، خو د ټپيانو کره شمېره په لاس کې نشته.
سرچینې زیاتوي چې دغو ځوانانو غوښتل د فراه ولایت د (لاشوجوین) ولسوالۍ له لارې چې له ایران سره ګډه پوله لري دغه هېواد ته ننوځي.
دا په داسې حال کې ده، چې شاوخوا يوه اوونۍ وړاندې هم ايراني پوله ساتو په نيمروز کې پنځه افغان ځوانان هغه مهال په ډزو ووژل، چې غوښتل يې په غير قانوني توګه ايران ته ننوځي.